(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځې که نه راځې، دپښتون حال، دزمرو وطن..

نورنو څومره انتظار راځې که نه چې دې وکړمه ديدار راځې که نه شپه ورځ باندې پوهېږم نه ظالمې راته جوړ دغم انبار راځې که نه هسې ګرځمه راګرځم بې له تا دنېا هم لکه انګار راځې که نه چې مې مخې ته ولاړه يې څه غم دې زه به ومنم سنګسار راځې که نه چې لاړ شمه په خيال کې ستا دزلفو بيا مې زړه شي لږقرار،راځې که نه ته مې ډېره يې زړه کې کېناستلې په دې تل کوم اقرار راځې که نه تا ووينمه بيا به در ته وکړم دخپلې مينې اظهار راځې که نه زه به هم په سر قبول کړم صنمه دفرهاد د تېشې وار راځې که نه که مې ته شې همسفر اوهملارې پرې به وکړم افتخار راځې که نه دزلفو په زنځير دې يم تړلې نور نو بس کړه زما ازار راځې که نه جې ته نه يې دنيا نه پسي تېر يم زه به هر څه کړم ايثار راځې که نه ----------- دپښتون حال پاڅه ويښ شه اي زما دسترګو توره سترګې وغړوه حال دپښتون ګوره دهشتګر نوم يې پرې ايښې ظالمانو خلاص به نشي ترې هر يو ښايي تر ګوره قتل عام په پښتنو باندې رواندې څوک يې خاورو نه کړل لاندې څوک بې کوره دوى بې وزله خلک وژني عالمان هم مکتبونه يې را وران کړل ښه په زوره نور نو يو شه اي دلراوبر پښتونه تل دې لوړ غواړمه زما دزړه ټکوره -------- دزمرو وطن دغه هسک غرونه چې وينې دزمرو وطن دې دا ډګر داتلانو ، پښتنو وطن دې دې کې خاورې هيرې شوي دانګليس هډوکي دا بې شک دحماسو او پرګنو وطن دې تورې شرنګ يې روس په ګونډوکړي دې بېتاب دې پوهېدلي دي چې دا دزمريالو وطن دې هرې مور يې داحمد په څېر بچى روزلې په پښتو د مينانو اوشملو وطن دې هر افغان په وينو دا آزاد دې ساتل شوې دې کې تانده هره لښته،او وږمو وطن دې -------- غزل ستا په مخ دتورو زلفو دغه حال زما خوښيږي په کې زانګمه لاليه ټوله ورځ دغه ټال زما خوښيږي شونډو خال خو دې دحسن نظر مات دې ښايستې په سرو شونډو دې دا ښکلې شانته خال زما خوښيږي تورو زلفو په ځنګل کې دى را ګير کړم پاړوګرې زلفو ول ته دې حيران يم دا کمال زما خوښيږي څوارلسمې سپوږمۍ مخ دې دى نظر نشې نظر پېرزو کړې يي درباندې دا جمال زما خوښېږي "حسني" صفت يي بس کړه که نه روغ به لېونې شې نرۍ ملا يي لکه لښته ده دا چال زما خوښېږي ----------- بېلتون چې ته نه يي سهار او دا ماښام کله تېريږي ځمکه ځاى نه راکوي دا هنګام کله تېريږي ديار دغم لښکرې مې په زړه دي راوختلي سختي دبېلتانه په هر اندام کله تېريږي هغه بلې ډيوې مې اوس په کور کې دي مړې شوي شرير بېلتون دلاسه ژوند مدام کله تېريږي راشه!هله راشه د ژوند وروستۍ سلګۍ وهمه په ژبه مې نور دا لفظ او کلام کله تېريږي هوښياران خو په ژوند کې هڅه اوهاند کړي زماياره په دې لاره هر کس بې له مرام کله تېريږي دا دنيا ده يوه لار اودغه خلک رهګذر دي هر وګړې له دې څخه بد نام کله تېريږي ستا مينه مې په زړه کې ده ساتلې پدې وياړم پښتون زړه خو آزاد وي نو غلام کله تېريږي

http://www.heela.blogfa.com

Mohammad A jan Hussaney -
بېرته شاته