(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لونګین ټال

[28.Feb.2015 - 20:27]

د تـــضـا دونـــو مـجـموعـه شــوه په ځان پــوه نـه شــــــــوله

 هـم ئی خند لـی هــم غـوصه شـوه په ځان پـــــــــوه نه شـولـه

 

لــچـک  ئی  وتــاړه  روانــه  شـــــــــــــــــوه  د  ورور کـــا لـه تـه

 بـیرتــه خـپل کـورتـه راستـنه شوه په ځــــــــــان پـوه نه شولـه

 

ما تـه راوړانـد ی شـوه چې حــــــــــا ل د خـپـل زړګـي ووائـي

لـنـډه  خـبـره ئــی اوږده شــــــــوه پــه ځــان پـــوه نــه شـوله

 

د لــونـګـین  پــه  ټـــــــــــال  ئــی لــوبــی  خــاپـــیـرو کــولـی

د ښـګلاګانــو مــــــــعـجــزه  شــوه پـه ځــان پـــوه نــه شـوله

 

د شپی په ښکلي شین اسمان کی ئی غـټ ستوري شمارل

پدی شــمارلـــــــو کی اوده شــوه پــه ځــان پــوه نــه شــوله

کبیر ستوری

 

-
بېرته شاته