(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که مسجد که بتخانه ده

[28.Feb.2015 - 20:23]

زه پدې په هغې نه یم ،که مسجد که بتخانه ده
چې جانان پکې اوسیږي، همغه زما کعبه ده

د مذهب بنیاد پرستو د انسان خونریزي بند کړئ
لوی مذهب انسانیت دی ،محبت لویه سجده ده

 

چې په اور راته مخ تور کړي ، بیا مې ټیټې سترګې بیایې
زه په هغه جنت څه کړم ،چې دوزخ یې دروازه ده

شیخ چې دیرش روژي پوره کړې ،نو په ږیره یې لاس راښکو
دې ته نه ګوري د وږو، چم کې هره ورځ روژه ده

ستا د حورو د دونیا نه ،دلته بله دونیا هم شته

لیوني ته یوه پيغله جونه ناسته په اسره ده

غني خان

-
بېرته شاته