(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بابا د څلي خاوري

[21.Feb.2015 - 19:12]

زه يو خوا ته غلى ناست يم

د بابا اجمل تصوير مې

دى سينه پورې نيولى

رڼې اوښکې مې لېمو کې

غلي غلي جرګه کېږي

څه خبره کول غواړم

ولې هېڅ ويلى نه شم

د بابا تصوير موسکى شي

راته وايه لېونيه

اوښکې وچې که مه ژاړه

تاته چا ويلي زه مړ يم

مرګى نه شي ما وژلى

زه خو زړونو کې اوسېږم

په ذهنونو کې مېشته يم

زه بابا ته په سلګو کې

وايم ګرانه بابا جانه!

منم ستا فکر ژوندى دى

تر ابده به ژوندى وي

بس په دې خبره ژاړم

چې ته ډېر ارماني لاړې

تا خو ويل چې پښتانه به

زه له سيالو سره سيال کړم

د پښتون کور به آباد کړم

دا تالا والا پښتون به

زه په يو مرکز راټول کړم

خو ملنګه بابا جانه!

لا په ټوله پښتونخوا کې

په هر خوا بلې لمبې دي

د قامي وجود خاپونه

بابا جانه تالا کېږي

کور په کور باندې ماتم دى

خو پښتون دى لا بې حسه

د باچا خان په شان تا هم

ارمانونه ګور ته يووړل

ولي خان هم په سلګو کې

د پښټون ارمان ژړلى

ستوري هم چې په المان کې

اخري سلګۍ وهلې

نو ويل يې چې به کله

د پښتون کور ابادېږي

خو دا واړه ارمانونه

لا تر ننه پوره نه دي

ما چې دا ساندې ويلې

د اجمل بابا تصوير هم

کړلې چيغې بې اختياره

زه تصوير ته په ژړا وم

تصوير ماته په ژړا و

بيا مې خولې له بې اختياره

چې يو سوړ اسويلى راغى

نو راپاڅېدم روان شوم

د بابا د څلي خاورې

چې مې کله ښکلولې

د اسمان نه آواز راغى

وئ ملنګ بابا ته وايه

ستا ارمان به پوره کېږي

د وحشت تورې تيارې به

رڼاگانو کې بدلېږي

يو سحر د اميدونو

پښتونخوا ته راروان دى

دا سحر به وي د آمن

دا سحر به د وحدت وي

دې اواز زما نظر کې

د اميد ډيوې کړې بلې

چې مې شاته نظر وکړ

نو اجمل بابا ولاړ و

باچا خان سره په خوا کې

هم ولي خان ورسره و

ستورى هم د خندا شين و

زه اټاله شومه پاتې

اتلانو کتل ماته

زه د بُت په رنګ ولاړ وم

بس په شونډو مې دعا وه

چې عظيمه لويه خدايه

موږ له خپله نامه راکړه

دغه خوب د اتلانو

د تعبير سره اشنا که

موږ له خپل تشخص راکه

نور زموږ امتحان مه اخله

بيا جلوه د رڼا راغله

د بابا په خاورين څلي

د سپوږمۍ په شان خوره شوه

اتلان زما د سترګو

نه پنا شو لکه سيوري

ما چې ځان ته فکر وکړو

نو د قبر خوا ته ناست وم

د بابا تصوير په لاس کې

رڼې اوښکې په لېمو کې

په سلګو مې ښکلولې

د بابا د څلي خاوري

لایق زاده لایق

-
بېرته شاته