(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښه اهل کار ؟!/مسلکي کابینه

[13.Jan.2015 - 22:57]

طنز

واه واه دا ده زموږ مسلکي کابینه؟!
 
رښتیا تر ټوله دنیا ده ښه زموږ مسلکي کابینه
دبې عقلانو لپاره ده  ښه ماستر ډاکټري کابینه
دپوهانو لپاره ده ښه تر ټولو  ګوسپندي کابینه
په یومسلک کې دبل مسلک چټي پټي کابینه
د ملي وحدت  دواکمنوده ښه ایسي بیسي کابینه
د ډاکټرانو عین او غین ښه د ټګي برګي کابینه
***
مخابراتو وزیر یې دی یو دیپلومي سوداګر
د بهرنیو چارو وزیر یې دی خصوصي سوداګر
دټولنیږو چارو وزیر یې دی ریسرچي سوداګر
د سوداګري وزیر یې بیا دی دعلومو طبي چارګر
دا رښتیا داهل کار ده بلکل یوه جنګي کابینه
دډاکټرانوعین اوغین ده یوه ښه بکبکي کابینه
***
دکرنې وزیر یې د پیداکوژي دی ښه ماستر
د پوهنې وزیر یې دسیاسي علومو دی ښه ماهر
دعدلیې و زیریې  دسیاسي علومو دی کسبګر
دحج  وزیریې دسیاسي علمو پوه دی ښه کارګر
 دا رښتیا دسیاسي علومو ده ښه کاري کابینه
د ډاکټرانوعین اوغین ده یوه ښه حکیمي کابینه
***
د سرحداتو وزیر یې دشرعیاتو شهادتنامه لري
دمالیې وزیر یې  دحقوقو یوه پاس نامه لري
دروغتیا وزیر یې  په اداره کې تقدیر نامه لري
دفوایدې عامې  وزیر یې د چاپیریال نرخنامه لري
دا رښتیا  کله د ادې کله د آبا ده راضي  کابینه
د ډاکټرانوعین اوغین ده یوه خري په خري کابینه
***
 
رښتیا چې زموږ د ملي وحدت مشر دی متفکر
د وزیرانو په انتخاب کې دی خوراډیر سکیګر
د ولس په سترګو کې خاوره نه اچوي دی مهتر
دا ملي وحدت خوار ولس ته کله   دی تیز نښتر  
دا رښتیا چې دمتفکرانو ده غیر مسلکي کابینه
د ډاکټرانوعین اوغین ده  پوره سیاسي کابینه
***
«نظري» که مهتر دی که کهتر دی دیو بل بدتر دی  
په دې کابینه په خلکو ماتم ،په دولت سم اختر دی
موږ نه  پوهیدو چې حکومت مو دومره تورتر  دی
خدای دي غرق کړي هغه دوست چې دومره ترپر دی
رښتیا چې دا  وطن اوخلکو ته ده ډیره سمي کابینه
د ډاکټرانو  عین اوغین ده یوه سمه  ددښمني کابینه
***
په دا لږ وخت کې یې څنګه پیدا کړه  دالړمون خړویني؟!
په مرکه کې یې  دهغو له مسلکه هم وکړې پوښتنې؟!
ته پوهیږي چې نامسلکه وزیران  دي ملت ته مرګوني؟!
تا په هغه وعدو چې کړي  په دې کارو یې رښتیني ؟!
رښتیا چې دا  وطن اوخلکو ته ده   ملاشیني کابینه
د ډاکټرانو  عین اوغین ده ولس ته د زړه شیني کابینه
خري په خري ( برابري)، حکیمي( یوناني طبابت)، تر پر( ناراسته ) ، تورتر (بدنام)
سکیګر (هنری پوه). بکبکی(فضول، عبث)
 

 

په حکومت کې راغلی د سیغل یو ډیر بد حالت دی
په ملې وحدت کې د ښه اهل کار بیخي ډیر قلت دی
هغه ښه اهل کار دی äچې دنفاست یې ډیر نجاست دی
هغه ښه اهل کار دی چې په غلا کې یې ډیرذهانت دی
د ښه اهل کار یو ښه خاصیت له فسادسره ډیر محبت دی
***
پوهان وایي :
اهل کارته äرشوت اخیستل خورا لوی بصیرت دیä
اختلاص جرم نه ورته یو خورا لوی خلاقیت دی
قتل ورته جنایت نه د ودې سره خورا لوی اعانت دی
فساد سرغړونه نه یو عمل خورا لوی د سعادت دی
غولن درواغ ویل ورته ختا نه یو خورا لوی نعمت دی؟ ä
***
عاقلان وایي:
د ښه اهل کار دلاسه له محترمو äغلو ورک غربت دی
په هر کا رکې په روا او حلال ر شوت ورک رذالت دی
دمځکو غصب اوپه غریبانو پلورل لوی پيشرفت دی
په قرار داد ونه کې پیسې وهل د واکمنو لوی کفایت دی
په ټولو امورو کې ټگي برگي کول خورا لوی نعمت دیä
***
ولس وايي :
د ښه اهل کار په ټولو کاروکې دشیطان برکت دیä
دواسطه دارو او اهل کار تر منځ مهم شراکت دی
ښه اهل کار دلویو واکمنو غلو شان اوشوکت äدی
ښه اهل کار د پساتیانو لپاره لوی ویاړ او عزت دی
دښه اهل کار شور و شر کول خورا لوی نعمت دی
***
اجراییه وايي :
ښه اهل کار په ټولو ملي بین المللي عملونو عادت دی
ډالر دلته زیرمه کوي ، بهر په سوچ کې د تجارت دی
یوازې دلته یې په جوال ډکولو سم پوخ عقیدت دی
دهغه هر پلان دوطن د خلکو په سم زیان اوپرت äدی
د پیسو په ټولولوکې یې د نورو اهلو سره äرقابت دی
***
ولس وایي :
ښه اهل کار هرومرو د غلو د داړې یامالت دی
مقاومتي یا یې د اتل په ملک کې سکونت دی
دازمایلې غله په دې کارو کې لوی فضیلت دی
ښه اهل کار هغه چې هروخت یې رشادت دی
ډانگیې کیدل وره تر ټولو خورا لوی نعمت دی
***
ولسمشر äوایي :
د وعدو هیرول دهر ښه اهل کار äښه خصلت دی
د ښه اهل کار د غلاویاړ هیرول کله مروت دی
له چکه چورو صرف نظر نه کول لوی فراست دی
د ښه چور لپاره د پخوانۍ لاری ښه طوالت دی
په دوتر کې داتل انځور ځړول دهغو لوی شرافت دی
***
پارلمان وایي:
بریالی تل دلته زموږ ښه اهل کار پل غلت دی
د بې سواده اهل کار وزیر د ډاکټر لیاقت دی
اهل د ښه غلا ته څوکۍ نه ورکول ضلالت دی
دلته د ښو اهلو غلچکو دولت همدا وحدت دی
ژیړ حرکت کول ورته äدلته äخورا لوی نخوت دی
***
ولس وايي :
ملي وحدت äد ښه فساددراتلو لوی بشارت دی
دلته خرزوري د ښه اهل کار لوی صداقت دی
د ښه اهل کار مقام تړلی د رذالت په ضخامت دی
یوازې په ښه خیانت کې دلته ملي وحدت دی
ځینو ته غوړمالي کول هم خورا لوی کرامت دی
***
اجراییه وايي:
غلا نه äکول په دې وطن کې رښتیا خجالت دی
دلته ښه اهل کار تر ټولو په کار کې ناشولت دی
د ښه اهل کاروغلو ته ریاست دلته ضمانت دی
په ناهلوباندې په دې وطن کې سل تو äنالت دی
ټگي برگي äښه اهل کارته خورا لوی نعمت دی
***
ارگ äوایي :
زما هر معرفي äوزیرد بلي لارې ښه اهل دوزارت دی
په روابطو نه معرفي کړی ما هریو په خپل عفونت دی
ما یو وار بیا معرفی کړی ازمایلی پخوانی äناشولت دی
یوازې د ښو خلکو معرفي د کابینې دځنډولو علت دی
دا ټوله د اجراییه ریاست د مقام خورا لوی ذ کاوت دی
***
ولس وايي :
ددوو میړونوناوې چې اوس تیر کړی خپل عدت äدی
له عدت وروسته یې دڅو دایکس میړه دبچو ولادت دی
گورو یو وزارت äته یې بیا äمعرفي کړی یو تولانت دی
په معرفي سویو کې لا کوم یو ښه äاهل کار د وزارت دی
خودبه ځنډیږي ځکه äعبداله نه äیوازې غني ملامت دی
***
نظري وایي :
بیاوړتیا د یو ولایت خورد دیوې ولسوالي منکت دی
ځکه دلته äدشورا نظار او ټول ملت تر منځ وحدت دی
ښه خوند کوي یو ځل بیا د نظار د گیډرانو äسیادت دی
خاین گیدړ بیا هم وزیر، والی äاستازی د سلطنت دی
äنظریä چپ ، څه مه وایه همدا دغلو پولی وحدت دی!
***
پرت ( فضول)، بشارت( زیری).نخوت ( غرور)،مروت ( مړانه)

-
بېرته شاته