(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داسې مې زړه كې پروت يې

داسې مې زړه كې پروت يې لكه يو پټ راز د چا په شونډو راشي بېرته يې كړي دننه تيږه پرې غټه كېږدي چې راز يې نه شي رسوا خو ناقراره احساس شي د جذبو سره مل ګوګل كې شور جوړ كړي راز ترې نه بيا څرګند شي راشي د شونډو سر ته اظهار د مينې وكړي د محبت په ژبه جهان ترې ټول خبر شي زما د مينې په حال هغه ترې نه خبرېږي هغه پرې نه پوهېږي چې په ما څه تېرېږي چې كله پوى شي په حال مخ رانه واړوي زر وايي چې تا رسوا كړم تا سره مينه نه كوم بيا مې د اوښكو سېلاب تر ګرېوانه ورسي وايم چې كاشكې دا راز ما په ګوګل دننه تر عمره وى ساتلى نه به په شونډو راتلى نه به عالم خبرېدى نه به دا ستا په ګوزار "بيدار" په زړه لګېدى نه به دا ستا په انكار "بصير" په زړه خوږېدى

Basir Baidar Storai Peshawar - Pakhtunkhwa -
بېرته شاته