(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړ یاد

[07.Jan.2015 - 20:07]

نسیم وای چلیدلی ، پاس پر غرونو دکونړ 
بهار وای ، پر باغونو او ډاګونو د کــــــــو نړ
سلام مې وای دمینې او اخلاص ورباندې کړی
پر ټولو پر ګنو او ولسونو د کـــــــــو نــــــــــړ
کېږدۍ مې وای ولاړه د کونړ د سین پر غاړه 
مزې مې وای اخستی له خوندونو د کونړ
له خلکو سره ناست ، په شنو دېرو کې وای دکلیو
پلَو مې وای جګ کړی لـــه رازونـــــــو د کونړ 
چې څه دی پر دې سېمه باندې تېر او څه تېرېږی ؟
پوه کړی مې خپل ځان وای پر دردونو د کو نړ 
خوړلی دی او خوري په بی رحمۍ ځنی ککری
ډېر خلک کړولی دی جنګو نو دکــــــــو نــــــــــړ 
پر غم د ، دانګا میانو مې خدای شته چې زاره شنه ده 
غمجن یمه دا اوس اوس پــــه غـــــــمو نــو د کونړ 
دعا مې ده ـ سر تېره ـ چې تأمین شي پکې سوله 
تر سره شي دښه ژوند آرمانو نه د کـــــــــو نــــــړ

عبدالوهاب سرنېر

-
بېرته شاته