(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عظمت او جهالت، د خيبر غږ

سوله ژوندون دی ابادی ده سوله يو والی ورورولی ده سوله پيشرفت دی ترقی ده سوله قوت دی ځوانمردی ده سوله صفت د انسانيت دی سوله دستر افغان صفت دی سوله د ګدژوندون اواز دی سوله د ژوند نوی اغاز دی جنګ ورک کېدل دی بربادی ده جنګ کی بيلتون دی جدايی ده جنګ شاته تلل دی نابودی ده جنګ کی بايلل دی کمزوری ده جنګ يو صفت لری وحشت دی وحشت ورکيدل دی بد اواز دی جنګ د پناه په لور اغاز دی سوله يو والی پيوستون دی سوله جرګه جرګه سمون دی سوله د جنګ په ضد تړون دی سوله زمونږ د دين مضمون دی سوله راحت د انسانانو سوله قوت د افغانانو سوله اسلام دی عدالت دی سوله سياست دی قضوت دی جنګ کليمه توره ننګينه پرجنګ غوښتونکو دی ننګ وينه جنګ سرزوری مدام بدبينه جنګ کمزوری خوشی غمګينه جنګ دافغان په ضد قدم دی جنګ د يووالی ضد هر دم دی جنګ د عظمت او جهالت دی کوم چی تحميل نن په ملت دی ١٣٧٣ ----------- د خيبر غږ يو شې خورو او لروبر ورونو ای د پامير او هندوکش بچيانو د اباسند او د امو په منځ کی د مست هلمند او دکڼر زمريانو د احمد شاه او غزنوی اولاده د قندهار د ميرويس خان لمسيانو د اکبر خان وزير غيرت را واخلی د خوشحال خان د لوړو غرو بازانو د قطغن او بلخ ازبک تاجکو نورستانيانو هزاره ځوانانو ای بلوڅی ترکمن ګوجرو ورونو د صوات بنير وزيرستان مشرانو د کلی کور د ابادی لپاره د خوار ولس د سوکلی لپاره يو شي يووالی سره کور جوړ کړی دا خپل ازاد وطن سمسور جوړ کړی کمکی خيبر ننګرهار د سنبلی ٩ ١٣٥� هيلې هاندونه او ارمانونه ١ له ټولګې څخه

Mohammad Yousaf Khedmatgaar Mazdorzoy E-mail: [email protected] -
بېرته شاته