(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.12.2014! افغانه

ھرګاوندي درته بمونه په زولۍ کې راوړي

ښکاري ګلونه خواورونه په زولۍ کې راوړي

 

دوۍ د وفاق په نوم مدام درته نفاق خوښوي

بولي یی مینه ، نفرتونه په زولۍ کې راوړي

 

تاپخپل کورکې د خپل ورورسره په جنګ اچوي

نوم وربدل کړي خوجنګونه په زولۍ کې راوړي

 

دوی ھمیشه ستا د غرور په ماتولو بوخت دي

تل درته کورته پیغورونه په زولۍ کې راوړي

 

ستاد جنت په څېروطن ېې جهنم جوړکړی

دوۍ د خوښۍ په نوم غمونه په زولۍ کې راوړي

 

ھرګاونډی دی د بچیانو سترقاتل جوړشوی

درته د ژوند په نوم مرګونه په زولۍ کې راوړي

 

ستاھر(قیام)د ژوند په نوم د مرګ په لاره بیايي

بیا ستا د خپل ولس سرونه په زولۍ کې راوړي 

الحاج الهام الدین قیام

 

 

-
بېرته شاته