(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.11.2014غزل

غمو نوکی را لوی شوم کړا ونو کې را لوی شــوم 
جــا نــانه ستا د مینی به یادونو کې رالوی شـــوم
یــــــــم ځکه لیــــونی لوگی می خـــــیژی له گوگلـه
پردی وطـــــن مــیرو اوپه کمپونو کې رالوی شــــو م
ادب کلــــــــتور فرهنــگ موپه ټوپک باندی بدل شــو
تـــــورتــم توره تیاره اوپه جنــگونو کې رالوی شـــــوم
منــــــــــــزل ته به رسیږی کـــله اې دبــــدی تالـــــه
داســـــتا درســــیدو په ارما نونو کــې رالوی شــــوم
دې خــــــپلو عمـــــلونو خـــو کچــکول کړ راتر غـــاړې
کلـــه یو اوکلـــه بل ته په سـوالونو کې رالوی شـــوم
دچـــا ســره هیخ احـساس دجوریدو نه وو کوچــوانــه
دوران وطــــن په ورانومحـفلو نو کـــې رالــوی شــــوم

ګلرنګ کوچوان    12.11.2014  Gulrang Kochwan

 

-
بېرته شاته