(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.11.2014 نننۍ ترمالوژی /عملیان

عمل ددې زمان دواکمني علامت دی چرس اوچلم د ملنګانوسهي عادت دی بچه بازي دواکمن اوس لوړ عزمت دی جلۍ باز دلته صاحب دلوړ عزت دی تر ټولو ښه کار اوس دلته لواطت دی ماشوم آزاره خاوندد خورا نجابت دی هیرویني صاحب د زیات شهرت دی تر ټولونامي او س د جوارګرخدمت دی هر ورځ تغیر دهغه په قدوقامت دی عملیان وایي بې عمله سر کډو دی ځکه درښتینو عملیانو قیادت دی ژیړکډوان دلته اوس کله چلیږي اوس دسروعملیانو اوچت عزت دی دا ټول عملونه دي د لویو لویوخلکو په دوی کې بې عمله خوار چت پت دی اوس دآهکو نسوار څوک اچوای سي شراب څښل د لویوواکمنو عبادت دی دا سوکه عملونه هر شوده کوای نسي له عمل څخه مالوم دواکمن ارادت دی کرک، زرکه اوس څوک جنګوای سي سګواني خو اوس کار د لوی حرمت دی هغه چې ډیر وښیي په عملو کې شهامت هغه ته د خلکو دپیر او آغاعقیدت دی هر عملي دلته صاحب د لوړ کرامت دی ځکه بې عمله سړی دلته بې غیرت دی که چاڅه وویل دخلکوپه دې عملونو هغه سړی د اسلام لوی مړتت دی که چا جلا کول داښه عملونه له اسلامه په دې بد سړي دخلکو تو لعنت دی ددې ښو عملونو منکر سور کافر دی دا ټوله عملونه دښه مسلمان خصلت دی د اوس ښه واکمن کوي دا ټوله عملونه وایي ددې عملیانومړینه شهادت دی ددې عملیانو په نامه سوه پوهنتونونه د اددې عمل کوونکو حق الازحمت دی عملیان هر چیري په ښو نومونه یادیږي په کې دبچه باز اوسګباز نوم اوچت دی دچرسي او تریاکي خبرې دلته رښتیا دي ځکه د واکمنو نن هیر د پرون صحبت دی هر عمل ځان ته یوه رښتیني نشه لري د زنکه بازي اوشرابو لوی خصلت دی هر عمل ځان ته ښه جانبي ښیګنې لري له نشه وروسته بیا د هغه لوړ شرارت دی شکر قدر دعملي ورځ په ورځ ډیریږي ددولت سترګې نیولي دهغو صداقت دی باید قدر وکړو د دې پاکوعملیانو دهغو هر وخت په ټولنه کې خدمت دی په هر افغان ددوی دا تاریخي قدر سته دا دمشرانو دعلمي سیاست بصیرت دی ټول عملیان په لوړو څوکیو کښیناستل دولت ددوی سره کړی لا لږ محبت دی دلته نیم لوړ مقامونه د عملیانو دی دلته هر ولایت دعملي پل غلت دی سګ وان کومندان سو کیسه بر وزیر دچرسي اخلاس دتریاکي خوښ رشوت دی تر هغه چې همداسې ملي وحدت وي تر هغه دلته ددې عملیانو امامت دی ان تکنوکراتان اوس نسواریان سوه دهر یوه اوس لوړ سوی شرافت دی څوک سولواط څوک چرسي یا پوډري په عملو کې دتکنوکراتانو رقابت دی راځئ چې موږ هم اصلي عملیان سو د پرمختګ لپاره دعملیانو ضرورت دی مړتت (ناراسته)، چت پت(د پښو لاندي)

ډاکټر

په یو ماجدکې وو یوډیرغوسه من چړي

داکوزه  واخله هغه  مه،  اختیارمن چړي

ټوله ورځ یې له مقتدیانو سره حملې  وې توبرې

نن وایي ډوکټورا د حقوق لرم هغه  پمن چړي

***

وکیل

هغه غل سړی دی خورا معتبر

چور ته سي ناببره هغه خورا ببر

ترټولو واکمنو یوچارک بالا دی

له هغو ججه اخلي خورا پیخر

***

واکمن

د پردو جاسوس دی هغه

ددښمنانوچپړوس دی هغه

د تش توپک باروت دی هغه

دغل په غبن سکوت دی هغه

***

رهبر

جنتي ، مجاهد شیخ الحدیث دی هغه

مولوی ، تفسیرګر که څه خبث دی هغه

پیر یې بولي که څه هغه  ډیر دوس دی

 ټپوس دغلو په صفت  طاووس دی هغه

***

پاچا

ګوډاګی د امریکا دی  هغه

دقانون په پلی کیدوکې ماما دی هغه

له سره درواغ تر پایه درواغ دی

په شیطنت کې د ټولو دادا دی هغه

***

کاندید

هغه  اشا چې هر وخت پاړسو وایي

پښتو ویونکو ته برو ګمشو وایي

چې په کونه کې یې کله بندسي

ان ډبل  تریپل یې ځان ته اوغو وایي

***

مشر

هغه څوک چې خر وي

د اقلیت غلو رهبر وي

کونه څیري کرک مړ

اخیریې تو نالت او ډر وي

***

وزیر

هغه موجود دی چې لري زور

یا لري بادار یا زورور  ورور

 یا یې جعلي جوړ کړی دیپلوم وي

یا یې د کونې وځي لکه راکت اور

***

 ډیموکراسي

 چې اساسي قانون يې  وي درواغ

دټاکنو آزاد کمیسون یې وي درواغ

په هغه کې یو شی وي یوازې  رښتیا

  دهغه  دواکمنو ټولي ویناوي وي  درواغ

11.11.2014

-
بېرته شاته