(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

مينه مى په مينه باندى پوه نه ده نادانه ده د عشق په فلسفه كى هسى خوشى سرګردانه ده د ناز په خوب ويده ده خو په خوب كى كرشمى كوي جهان كه سره لمبه سي دا پخپله لار روانه ده ښكلا لري، ځواني لري، غرور لري،ادا لري په مينه راته ګوري خو په زړه كى پرېشانه ده د ښكلو په بازار كى سوداګره ده د سترګو حوره ده، پري ده، پاس راغلې له اسمانه ده غمزه كړي، اشارت كړي چى راځه څنګ كى مى كښېنه كه لږ څه ورنږدى سم بيا هغه ساعت پښېمانه ده په ناز په نخرو ګوري خو باڼو باندى ويشتل كوي د زړونو ښكاري ده پرهارو ته يى خندانه ده ګوره شينډنډيه ته د ښكلو نه وفا غواړې ښكلي بى وفا دي دا ثابته له زمانه ده.

Pohanmal Amir mohammad Shindandai Da kabul pohantoon ostad -
بېرته شاته