(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.11.2014یوه خوله خندا

طنز
په خوله کله کله خندا کوه
وایي بې خندا خوله ده فقیره
که زکات ورنه کړې د خولې
هغه خوله په شرعه ده کافره
هم خپله خانده هم بل خندوه
د خلکو ژړول ګناه ده کبیره
خندا ده  د ژوند سرسایه
خلکو ته خبره کړه شکره
خپله په ژړا  راځو دنیا ته
دبل په ژړ ا تله کوه بشره
په خندا نسته دهیڅ چاراتله
دبل په خندا له تله  کوه تره
د ژړا تر منځ چې خندا نه وي
دا ژوند بوله ټوله بې ثمره
وخانده !دنیا درته خاندي
دژړاندو  ده  په ساندو خبره
انسانه وخانده خانده خانده!
همدا خندا ده ستاد ژوندثمره
سل کاله ژوند  هسې تیریږي
اخیر په اینداره لګي  یوه ډبره
ژوند یوه مسکا ده د مینې
نوریې غم دی که پوهیږې بې خبره
بل شی دچا نه په یادیږي
 بېله یوه خوله خنداابره وره
د دې دنیا اصلي نوم ژړا  ده
ټول جهان یې کړی دربدره
له درده هر یوپه خپل درک ژاړي
ښه کار دی په ژړامسخره
د ژوندي یوه نښه له ځانه پریږده
د ژوند په مشکلاتوخانده نره
که دي ونه خندل په دې ژړاګانو
ژوندی نه یې سترګې پټي کړه مړه

-
بېرته شاته