(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.11.2014 یه پښتنو!

په سر سرتوربربنډلغړپښتونه
وږیه، تږیه، خړپړ پـښتو نه
ته په دنیاکی یوطاقت پیداوی
توره وی،دین وی اوغیرت پیداوی
چاچې په دی خاوره قدم ایښی وو
تاﺉپه خونه باندی غم ایښی وو
داوچت سردی ټیټول نه وزده 
تاله مرګه تښتیدل نه وزده
ولې ای ای زماغریبه وروره
په ډیرنصیب کی بدنصیبه وروره
سره دکلکومټو شل ښکارې نن
په خپل کاله کې لکه غل ښکارې نن
که په دنیاکی خواروزاردی مونږیو
که دهرچانه بیکار دی مونـږ یـو
ورونوداځکه چې ویده پراته یـو
ویده لا ښه وی مونږه مړه پراته یو
راځۍ چې ویښ شو اول ځان بدل کړو
بیادادظلم زور جهان بدل کړو
نظام دمینی محبت جوړ کړو
کوردانسان دشرافت جوړ کړو 

-
بېرته شاته