(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.10.2014 خوږه ده پښتو

له قند او شاتونه خوږه ده پښتو

شکر  جنت  کې  هم خوره ده پښتو

پښتو  له  مینې  محبت  جوړه ده

د لمر  څریکه  ده وږمه ده پښتو

پښتو قانون دی پښتونواله غواړې

پښتو غیرت  دی حماسه ده پښتو

پښتو  نشه  لري  خمار سره وی

پښتو  ساقي  دی میکده ده پښتو

د  زړه رګونو کې یی ځای نیولی

شکر  تر مرګه  را سره ده پښتو

اغیار  وژله خو  مونږ  وساتله

زمونږه د  سرپه  بدله ده پښتو

ټول بلبلان یی په ګلبڼ کې وايي

د  شعر  ژبه  ده نغمه ده پښتو

حفیظ  ملیاره  پری  غزلی  لیکه

چې یا قربان ده او ټپه ده پښتو

28.10.2014

-
بېرته شاته