(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.09.2014 خوارشی محتسبه

30.09.2014

خوب وینم چی بیرته مرور جانان راخپل کړمه

ورشم په خندا خندا،په مینه یی مخ ښکل کړمه

بل ډول حالت وي ، د حیا او شرم ځای نه وي

داسی یوجرئت وی،لکه خپل چی یوپه سل کړمه

ورو ورویی اوږدو اوږدو کوڅیوته لاس وروړمه

تورزلفان یی ورووروپه سپین مخ باندی ول ول کړمه

سره اوسپین ګلان یی پاس په زلفوکی ور وټومبم

جوړ یی په ګلانو د غُنچی په څیر اوربل کړمه

ورو ورو یی په داواړو اوږو،پاس لاسونه واچوم

ورو ورو یی راکوزکړم اوپه ملا یی رابدل کړمه

خوارشی محتسبه ! تاپی وخت کی راویښ کړمه

اوس چی جانان نشته،زړه می بیاڅنګه تسل کړمه

دا ګناه به ستا وي ، که زما به وي سم ووایه

اوس به په قیام کی د دعا په ځای کنځل کړمه

 

الحاج الھام الدین قیام    والدورف/جرمنی    ۲۸/۰۹/۲۰۱۴

 

-
بېرته شاته