(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.09-4.10.2014 طنزونه

29.10.2014سړوپ لیونیان ؟!
 کله کله چرت وهم سره له خپله ځان
تر ټولوبه څوک لیونی وي په جهان
هغه چې ټوله ورځ ویني وب پاڼې
یا هغه شیطان چې  بولي ځان انسان
چې تور ته سپین وایي په لویه ږیره
یا د بل په غلامي خوشاله وي حیوان
یا پر منبر له ځانه غلطې مسلې کوي
ټوله عمر اخته په صفت دتور باڼجان
د خیانت  پسې یې راخیستي وي دروبین
یا د ثواب لپاره هره ورځ خوري کډوان
بې دلیله له قصده مسلمانان ددنیا ژړوي
یا یې له لوچکي نیولی وي دبل ګرېوان
ټوله ورځ د پردو مفته وړیا غلامي کوي
یا یې کارغه ټاکلی وي  د کلي باغوان
یا غل وي هره شپه دغلاد بریا دعا کوي
یا ښه لوی عالم وي خو  نه لري وجدان
نوی پاچا پخوانی پاچا ویني په دار
یا قاضي چې اخیریې ځای وي زندان
یا چې زر زیرمه کوي رانیسي جایداد
یا هغه دځان په ګټه بل ته رسوي تاوان
هغه لوچک چې په لوچکي  مقام غواړي
یا هغه چې جهادي دی خو نه لري ایمان
چې مار ته په لستوڼي کې ځای ورکوي
یا لیوني ته په لاس ورکوي خپل ګرېوان
یا هغه پاړسیوان چې ځان پښتون بولي
غټ سړی پښتو وایي لکه دوه کلن اېوان
***
له چورته وروسته ورسیدم دې پایلې ته
چې له ټولو زیات لیوني دي لیکوالان
ماغزه خوري  لیکي څه د دې خلکو لپاره
دهغه وخت زیان ،پیسه زیان ،سوچ زیان
روغ هغه چې د ګټې  پرسر ګټه کوي
نه د لیکوال بزنس چې ټوله دی په تاوان
یوازې لیکوالان کوي بې ګټې شیان
کتاب لیکي بیا یې چاپولو ته وي اریان
***
تر ټولو چور لیونیان دي ادبي خره غله
د بل اثر چاپوي په خپل نوم په تغیر د عنوان
آیا بې ادبه غلا لږ ده چې کوې ادبي غلا 
دابې ادبه  غله دي تر ټولو سړوپ لیونیان
یو یې زما بهرنی ټوکې اړوي په... هم وخانده
یوازې  یې بدل کړي په پښتو بهرني نومان
دې بې ادبو  ادبي غلو ته څوک څه ووايي
دا خودبینه یوازې ویني په آینه کې ځان
پام چې کتاب مو د باوري په لاس ورنسي!!
هغه یې اوتومات اړوي په خپل نوم عنوان
زه د بهرنی خندنی ټوکو  دکتاب  ژباړن یم
هغه زما د ژباړلي کتاب لیکوال دی کاردان

04.10.2014        

اخترژاړي
دلته اوښان نه ژاړ ي دهغه درانه بارونه ژاړي
دلته ولسونه نه ژاړي پر هغو ټوله خیانتونه ژاړي
کله به دلمرد سهار شغلې دا توره شپه سبا کړي
دناتو اوطالب دلاسه یتیمان نه دلته اخترونه ژاړي

***

تلکه
له اسلامه یې جوړه کړې ده د چوغکو لمکه
کله یې دموږک غار ته ايښي وي لکه تلکه
ټول خلک وژني څه کافر ان څه مسلمانان
آیا مسلمان خپل ورور ته ورکوي تړمکه؟
تړمکه ( درد، تکلیف)
***

ځان وژونکی
یو دنیول سوی ځان وژونکي و پوښتل
هغه دي ونه کړل چې تاهغه غوښتل
هغه ویل خیر بیا به بریدوکړم آسانه دی
ګران يې را ته ده بیا د پرتوګ ایستل
***
جهاد فی سبیل مقام
د مجاهد په نوم غل د پردو ښږمور سو
د اسلام په نامه غل دبشریت ګدور سو
دلته جهاد فی سبیل مقام سوی دی
دجهاد په نوم هر میږی دلته ښانګور سو
ګدور- رذیل
***
مجاهد شیطان
دمقاومت نوم غلو ته سند د واک او غلا سو
لکه د شیطان ورته د کافر ځواک زیبا سو
دلته شیطانان دبل په زور ځان مجاهدین بولي
ځکه هغوته دبې ګنا ه مسلمان قتل روا سو
***

اسلامي ملکونه
مسلمانان لکه چرګان دبل په اشاره جنګیږي
خردجال د مسلمانانو سره بې لاره چاره جنګیږي
ددوی دلاسه ټوله اسلامي ملکونه سور اور سو
په نوم د باکره دلته هر یوه باړیماره جنګیږي
باړیماره- فاحشه
***
نامسلمان واکمن
جنګ دی په ټولو اسلامي ملکوکي
ځکه فساد دی په دې نامي ملکو کي
تر هغه چې هلته نامسلمانان واکمن وي
تر هغه به بمونه نه اوري په دې ملکو کي
***
دومخي سیاست
د ډیمو کراسي غلط سیاست نور نه چلیږي
دا د دنیادوه مخي سیاست نور نه چلیږي
دنیا یې ختا ایستلې په دې مبارک نوم ده
بې سمي خرکسي په موږ کې نور نه چلیږي
***
مردار شهید
په ژوند به دهغه غټ شیطان لوی ملحد نه وي
چي مړ سي دهغه به لوی اوپاک شهید نه وي
ان په شهادت کې یې پاک اوناپاک پیدا کړه
داوس د مجاهد اومقاومتي به لوی مفسد نه وي

*********

    30.09.2014        دا ټوله ستا دلاسه

دا ټوله دربدرۍ ستا دلاسه د ارګ ټیکه داره

دا ناغیړۍ ستا دنازه په ونه کې د برګ ټیکه داره

هغه چرګانوته چې تا د دولس کاله دانې اچولې

 بې وخته اذانونه کوي دهغود  ارګ برګ ټیکه داره

 ***

توبه

په درد  لکه  دغره  ډبره  کله  نار ه  کا

 که څه څوټک دهغه پورته شراره کا

موږ پښتانه یو لکه ډبره پټه خوله

زموږ  هر ذره دشرارې ملکان  ایره کا

***

قیامت په هر چا  بیله  توپیره احاطه کا

عزرایل د کبرجن هم خوار نفس قبضه کا

تر ټولو ښایسته دی  په دې اوهغه دنیا

چې ګناهکار  دخپلو ګناهونو توبه کا

***

له مرګه مخکې یوه دسد شیبه جلوه کا

هغه لمحه د عزرایل  دختا هڅه مه  کا

دا د ژوند ټولي غولونې دی لا بس نه دي

چې لا د ګناه تمه  په اخیره موقه کا

***

تا داسې نوري هم کړي ډیرې غولونې

یووا ر توبه کړې سل له هغه بدتره کا

هر انسان باید  چې د لحد نه مخکې

یو وار په ژوند کې سجده اوتوبه کا

-
بېرته شاته