(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.09.26.10.2014 دمور دعا /مهاجر زړه

 
مهاجر زړه 
پریږده مه پوښته زما دا مهاجر زړه
له وطن او کلي لری مسافر زړه

د زخمونو په ویالو کې يي مه لامبه

ارام پریږده دا مظلوم او درپه در زړه

اوبه شوی لکه واوره باور وکړه...
هجران وخوړه زما نه لکه غر زړه

امیدونه ارمانونه اوبو ویوړل
په اخر عمر شو پاته بې ثمر زړه

د جنګونو طوفانونه په مونږ راغلل
خو په مونږ باندې ونسو د بشر زړه

زه یم دلته زړه مې هلته دا ځه وشول؟
رانه وړی زمونږ کلي کې ګدر زړه

زړه مې غواړي ورته هره لحظه ورشم
الوتلی ورته نشي بی وزر زړه

ګران وطنه ته لیلا یی تل یادیږې
ستا ښایست له مانه وړی په هنر زړه

د وصال په طمع ړوند حفیظ ملیار شوم
بې اختره راته پاته شو ځیګر زړه

23.09.2014

د مور له پاکو  لپو نه دعا راټولوم
د ژوند تورو تیارو ته مې رڼا رالټوم
که زړه یی په لاس راوړمه جنت به مې نصیب شي
د خپل د عزت ژوند لره بقا راټولوم
تعظیم اواحترام سره داخپې به یی کړ م ښکلې
توښه  مې اخرت  لره  هرخوا  رالټوم
باڼه به مې جاروکړمه د مور دپښو پل ته
د مور د پښو خاورې  خامخا راټولوم  
که مورپه مینه وګوري اوشونډو کې مسکۍ شي
د  زړه  د بڼ  ګلانو  ته خندا راټولوم
حفیظ ملیار نه لاړی زمامورې جنتي شې
د ژوند خوږې شیبې دپه ژړا راټولوم

-
بېرته شاته