(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.09.2014 وطن یاکفن

شهید ته!
ته چې په دار را ځړیدلې ...
دار اِرشاد وویل
پاس ملائیکو له آسمانه   زنده باد وویل
د وخت حلاجه دغه پاتې لار به موږه  وهو
له مینه والو دې څو کسو په فریاد وویل
یو لاروې په لاره تلو...
چې یې ولیدلې ...
په  رسا غږ یې دا بیتونه   ستا په   یاد   وویل
په   وینو رنګ   شهیده
په نام او ننګ   شهیده
د آزادۍ په شمعه
لکه پتنګ شهیده
تاته سلام –  سلام
تاته سلام - زموږ   نجیبه! 
شاعر : عبدالوهاب سرتیر
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
***


شهید لمر
جنازه د شمې ووته له کوره
لاړې خاورې مو پر سر شوې پتنګانو
میخانه مو د خیالونو شوله   ړنګه
ګرځوئ   ریښې لمنې اوس   رندانو
د سبا ستوری یې وویشته په  غشو
په زړه سختو٬ خدای منکر و   فرعونیانو
د رڼا پر تن یې ګورئ چړې سرې   کړې
تو نالت٬ پردې تورمخو  قصابانو
د تورتم   په   مله   د لمر جنګ  ته   روان   دي
مرګ  او شرم  پر   دا  هسې   جنګیالانو
د آسمان   بې انصافۍ ته   وینې   ژاړم
په ګیدړ   یې لوټ کړ   کور  د  شنو   زمریانو
په هغه ځاله کې ناست خیرن کارغان  دي
پکې کور چې د ګوربت وه، د بازانو
چې ارم   وُ   د پیمخو ښکلو حورو
اوس   انګړ دی   د شیشکو د پیریانو
لاړه هغه چې یې ناز   په   فلک پلوره
چې ګدا وُ یارانه   کې   د یارانو
زه به   څومره   کړم  را ټول   تنګه   لمن کې
چې دې   باغ   د ښکلا ډک   دی له   ګلانو
یه د زړونو   پر تخت  ناسته   بې  رقیبه!
ته (( نجیب)) وې اوس ((نجیب)) د نجیبیانو
که په دعا د ګنهکاره ((کمال)) کیږي،
په جنت کې شې   سردار   د جنتیانو!
شاعر : کبیر کمال
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

شهید
د اُفق په سرو سکروټو کښی ئې کور شو
زړه ئې  ورکړ د ﻻله وو پسرلي ته
په غروب باندی ئې څیری خپل ګریوان که
تسلیم   نشو د تیارو شپو لیوني ته
اسمان   شو کوڼ، شمله   کږه  شوه هلته
اورمیږ  ئې ټیټ، ځمکه   وړنده شوه هلته
غرونه هماغسی  په  خوب ویده وُ
د کربلا دښته بیا سره شوه   هلته
تر پوﻻد   کلک نه   ماتیدونکې ستورې
چه وه د ستورو ځلیدونکې ستورې
نن ئې په غاړه کښی حلقه پرته   ده
په حسین، توره لوپټه   پرته ده
نن د کوکانو په میله کښی شغالان   نڅیږي
پخوا مړ شوی   یو زمرې، دلته په   دار ځړیږي
دا د بازانو باز  را ولوید د کارغانو مخ کښی
د میړنو دا میړنې به، میړنې یادیږي
شاعر : انجنیر عبدالکبیر کاکړ
انجنیرعبدالقادرمسعود


په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
په مینه د وطن
په وینو د خپل تن مې
دا سپیره   ډاګونه   رنګ کړل
چې بچو ته د دی خاورې
لاله   زار کړم  دا ګلشن
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
چې له ژونده وه   بهتره
ما کړه هغه لاره غوره
هغه لاره لا تر ننه
زما په  وینو ده  معطره
لار د مینې په وطن
لار د لوړو   آرمانونو
لار د نوم   لار د   ننګونو
لار  د خلکو او ویاړونو
لار د ((سولې)) او ((امَن))
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
ای زما د وطن خلکو
ای بی وزلو د پیړیو
ستاسي ښه سبا لپاره
چې تیار  کړم دا چمن
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
شاعر : ایمل پیروز
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
***

(( وطن  یا  کفن))
ېو تورا بان دېو د شپې تیاره کې راغی
ما تماشه کوله
د پرښتو له غېږې وغورځید
لکه نېازبېن ماشوم
په خوب کې ټوپ   و وهې
ما د کابل د خوب تعبېر  وکته
ېو بل منصور په  وېنو سور وخندل
هغه منصور زه شومه
په وېنو سور  زه  شومه
جوړ پر  سبا  مې   د وطن  وګړو،
زما پر وچو  شونډو   دا  ولوستل :
سر   ورکوو خو سنګر نه  ورکوو
بس یا ((  وطن  دی يا کفن )) یارانو !
شاعر : نورالبشر نوید
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
***

زموږ  ګرانه  نجیبه
د  روغې جوړې د تګ  لارې  قهرمان  نجیبه
د  ګرانه  وطن  لپاره  سر دې کړ  قربان نجیبه
تا د  (( وطن یا کفن )) شعار عمل  کې  وښود
له وطن  تیر  نه  شوې، کفن  دې  کړ  پر  ځان  نجیبه
د دار  رسۍ  دې  کړه  قبوله  له  ډیر  ویاړه  سره
پر  پاکه  خاوره  دې  سر  ورکړ  زموږ  ګران  نجیبه
ستا  وینا  ګانې  خو  اوس  موږ  ته  شوې  د  کاڼي  کرښې
هره  خبره  دې  اوس  ګورو  په  ارمان  نجیبه!
شاعر : ب . الف . لمر
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
***

د تاریخ سره پاڼه
کلونه تېر شول د تاریخ پاڼه لا سره پاتي ده
د  وطنپالو زړه  کې، د غم  لمحه  پاتې  ده  
ولې  به  ستا  پرتم  ته، په  سلام  نه  یوُ  مدام
چې  شهیدانو  کې  دې ،  جګه  شمله  پاتې  ده
چې مېړنې لکه ته،په وطن پاتې نه شو
د آزادۍ ناوې لا، ځکه خفه پاتي ده
هیرې به نه   کړو، نه هیریږي د نجیب وینې
غلیمه تاسره مو، لا معامله پاتې ده
قصه  لا  ختمه  نه  ده ،   تش  خو  یو  دور  اوښتې
د قربانۍ   ډګر  ته، لا  قافله  پاتې  ده
(( آرینه)) مشه  بې  زړه،  چې  لاره  لا  اوږده  ده
د  روغې  جوړې  مو  لا،  پاتې  قیصه  پاتې  ده
شاعر : نجیب الله آرین
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
***

-
بېرته شاته