(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مينه ، ارمان ، زړګي

مينه نه وه سور تنور وه پكي اور شوم ليوني شوم د خندا د كلي كور شوم ستا لیدل خو تیره غشی وه زخمي شوم منزل ورك شو په ژړا شوم په هر لور شوم ستا ليدو خو ماته عمر دوزخي كړه د بد نوم په طومتونو باندي تور شوم اوسوم اور شومه ايره شوم راته ګوره ته جدا شوي زه اخته اوس په پيغور شوم بس نعيم دي په الله(ج) سپارم دلبره ستا په غم كي ليوني شوم اوس په ګور شوم ________________ ارمان زه به سل ځله تري زار شم كه يي سل ځلي پكار شم زما تن ده زما خاوره تري قربان زه په څو وار شم كه په بده څوك ورګوري ورته سترګو كي به خار شم ستا به نوم زما په خوله وی له ګړنګه كه ګذار شم دا وړوكي ښار مي زړه دي صدقه شم له ننګرهار شم چه بهار شولو خزان ستا زه به هم خپله بهار شم چه دی نوم زما په خوله شي نو بيا څو ځله تكرار شم ستا په غيږ كي د هر بوټي چه تر وينو مددګار شم چه په لاس يي جوړولي زه دي بيا هغه نجار شم د نعيم ارمان په زړه دي ستا په خاوره چه هوښيار شم ________________ زړګ كله خنديږي زړګي كله ژړيږي زړګي د چا له غمه ربه كله ودريږي زړګي څومره وفا ده زړه كي كله هيريږي زړګي ته دي كبرونه كوه كله بديږي زړګي دا ستا له ميني ياره كله صبريږي زړګي زما په مينه به ستا كله یادیږي زړګي چه رقيبان ژوندي وي كله رغيږي زړګي د چا په مينه كي نن كله رسيږي زړګي نعيمه بس كړه مينه كله خپليږي زړګي

Naeem Akhlas -
بېرته شاته