(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

13.09.2014 تازه شعرونه

دعا
توره شپه په پښتنو خدايه سبا کړې
د خوشحال غوندې يو بل پکښې پېدا کړې
څوک کۀ بره دے مېشته کۀ څوک دے ښکته
هر يو زړۀ د نوى وخت په نمر رڼا کړې

.......................................................

دوه شعرونه

زه خبرنه يم دهغه نه څه خطا شوې ده
چې زما مخې ته راځې نو ملامته راځي
په سپرلي څه کوم چې تود شي يار کيږدۍ ټوله کړي
سوړ منے ښه دے ښکلي بره نه په ښکته راځي

...................................................................

زما په شونډو باندې و ئې ليکئ
چې ځنکدن کښې هم پښتو ښکولوم

....................................................

خلکو ته خاندي توره شپه کښې ښکلي ستوري ستوري
مونږ سوزوي مونږ ته سکروټې شي راوري ستوري

دا تورې زلفې ستا په سپين مخ پټ پټوڼي کوي
که نه وريځې راخوارې دي کيږي سوري ستوري

مونږ يو ملګرے نه کړو مونږه ته چې لار وښائي
په کائنات کښې بلها اخوا دې خوا شوري ستوري

دلته دشپې نه بغير يو سړي سهي نه کړلو
داسې سړي شته چې دلمروړانګوکښې ګوري ستوري

دغه رښتيادي پښتنو، پښتو له کوره ويستې
دغه دروغ دي د منګل دغزل توري ستوري

........................................................

تا خو هنر د بيان زده فن دوئيلو لرې
زه هم کيسه يمه که وخت مې دلوستلو لرې

وخت دمريۀ غوندې به تاته لاس په نام ولاړ وي
دوخت په خوئ باندې که توان د پوهيدلو لرې

کله ژړا ته کړې ځان جوړ کله خندا دنخوال
محفل نه ته څومره چلونه د شړلو لرې

ستا په يو خوږ نظر ټوټې زړۀ مې پيوندواخستو
ته که طبيب نه ئې کمال تۀ د ګنډلو لرې

چې چرته ګل او په پرهر کښې بيخي فرق نه کيږي
منګله هلته څه جواز د ژړيدلو لرې
.............................................................

څومره ساړه وه خموشي څومره تؤده کړه کلي
هغه زما دلېونتوب کيسه، کيسه کړه کلي

اوس دې تيارو ته به زلمي بلوي خپلې وينې
کومه ډيوه چې وه روښانه هغه مړه کړه کلي
سپرلے څه پټ مېړه خو نه دے چې په پټه ګرځي
ماکه هرڅو ساتله زړه کښې راښکاره کړه کلي

زما رقيب به چې اوس دې ته څه جواز لټوي
هغه چې څل ئې په ما نه وه راسره کړه کلي
دزړۀ دنيا کښې لاس وهنه ددنيا نه منم
ماته ده سپينه که ليلى توره سپيره کړه کلي

د مازديګر اېشمه منګله مړې سکروټې چيړي
زاړه خبره بيا له سره ګنګوسه کړه کلي

.........................................................

په ما پرده نه راوړي خپله په پرده کښې ناست دے
دا سړے څوک دے چې زما هره جرګه کښې ناست دے

زما ژوندون ئې سور دوزخ کړو زۀ ئې څه کومه
زما جانان که د جنت په باغيچه کښې ناست دے
ته په باغونو محلونو کښې لالے لټوې 
ستا ليونے خو ليونۍ خوشي مېره کښې ناست دے

بل ځائ کښې نشته دے په بل ځائ کښې ئې نه لټوم
چې دپښتو سودا کوي زما ديره کښې ناست دے
ځان او جهان چې اوويني خلک ښارونو ته ځي
زما لالي دې غرونه خوښ په توره شپه کښې ناست دے

زړۀ دمنګل د تورو څڼو نه چا تور نه کړلو
ويښته ئې سپين که دي زلمو سره حجره کښې ناست دے

..............................................................

دغه ګنا که وي زه بيا دغه ګنا ليکمه
خپلې نامې سره نامه دې خوا په خوا ليکمه

لکه ټوپک لکه ړنده ږلۍ ئې نه وروم
چې شي تياره زه په قلم باندې رڼا ليکمه

ورکه وي خلک ښۀ خبريم زۀ ځان نه ورکه ؤم
ورک دې دروغ شي چې ورک نه يمه رښتيا ليکمه

ګرانه هيڅ نه ده چې دچا دمخ انځور اخلمه
ګرانه خو دا ده چې دبل زړۀ مدعا ليکمه

منګله وي دهر يو ټکي شاته تړمې اوښکې
زۀ خپل غزل ته چې شعرونه په خندا ليکمه
...........................................................

د زړۀ کاله ته چې څوک نه پريږدې جرنده لګوې
بياهره ورځ به يوه نوې دروازه لګوې

خيال دې چې لوړنه کړلو زهن دې بدل نه کړلو
انقلاب نه راځي په خوله که ته نعره لګوې
زه دې دويرې علامت کړمه سايه دې کړمه
زه دې چې ورک کړمه اوس ماته ائينه لګوې
جام کښې دې واچوله ودې څښله هضم نه شوه
زما د وينې خو به هم څه اندازه لګوې
هغه په ګرانه چاټيټ کړے نه وه تاغوڅ کړلو
وحشته ؟ څومره دلوړ سر بيه سوکه لګوې

منګله ستا څه پته لګي په تا نشته باور
لکه کوچے چې چرته پريوتې خيمه لګوې

.......................................................

وخته ته که غور زؤے مې هر ځل اور کښې
زه بلد يمه کؤمه مزل اور کښې

زماخلک دخپل فکر څښتن نه شول
زما خلک تل سوزيږي دبل اور کښې

ياران پښې نه لګوي په تؤده زمکه
ياران څه به چا ته لاس ورکړي بل اور کښې

دسرو شونډو په ځاي وينې دي دښکليو
ما ليکلے ددې وخت دے غزل اور کښې

ستامنګل دچېنې خوا کښې شين چنار دے
لويشتنک پرې ږده چې سوزي په خپل اور کښې

.........................................................

ټوټې ټوټې شه دبيلتون په بيابان پريوتو
زړۀ مې وۀ ستورے ستا دحسن له اسمان پريوتو

دوخت په منډه کښې که زۀ د خپل پټکي نه تير شوم
تانه سور شال پريوتو تانه سور پيزوان پريوتو
دومره دکاڼي زمانې هم غورزؤلے نه وۀ
په دې صدۍ کښې څومره ښکته چې انسان پريوتو

کيږدۍ خوپرې ږده چې خپل سر به سلامت يو نه سي
په دغه سره دشته چې بيا دچا کاروان پريوتو
د وخت سيلۍ ډېر ډېر درنۀ کلي له مينځه يوړل
زه خبر نه يم چرته زۀ چرته جانان پريوتو

که دخبرو ميړنے دے خبر لوڅ ياديږي
منګل چې ستا کيسه کؤله له بيان پريوتو

.......................................................

عمر مې تير کړو نۀ پوهيږم يارانه کښې دچا
زۀ چې انځور نه شوم دزړه نګار خانه کښې دچا

ته چې مئين نه ئې دمينې په چل نه پوهيږې
تصوير به جوړ نه کړې د زړه په ائينه کښې دچا
بيا دې په خپلو ږلۍ ټيټه کړه پردے دې کړو ځان
بيا دې شراب څښلي دي ياره! ميخانه کښې دچا
زما وجود ئې بيخي سورے کړو په لاس نه راځي
نه يم خبر چې زه وسېږم استانه کښې دچا
په خپل پرون پورې وي نخښتے دنن غم نه کوي
تيروي وخت داليونے په زمانه کښې دچا
ښکليه! دعقل دې ډېر ومنل اوس زړه ته راشه
لږ دا محل پرې ږده وخت تېر کړه ويرانه کښې دچا

هر سنګ تراش مې ورانوي دجوړولو په خيال
ما ځان نه بت جوړ کړو منګله بت خانه کښې دچا

...................................................................

ته څنګه لټوې به ياره ما دچا په سيوري
ما خپل وجود بائيللے دے په خوا دچا په سيوري

دښار په خاموشۍ کښې هنګامه ددشت پکار ده
دا واوره چې شي ويلي په بيديا دچا په سيوري

ما ټول عمر بيا کرکه د دروغو نه ده کړې
ماتېره يو شېبه چې ده رښتيا دچا په سيوري

زۀ ورو ورو دبقا په لورې خوزمه شته کيږم
زه ورو ورو فنا کيږمه نن بيا دچا په سيوري

په خوند دسحر پوئ يم دواړه سترګي مې رڼې دي
منګله!ما چې تېر دے کوم بيګا دچا په سيوري

...........................................................

چې کوم خوا ځم ښکلي څارمه چرته ورک نه شمه
زه دهندارو کار کؤمه چرته ورک نه شمه

ما سره ويره ده دځان له رڼا ډډه کؤم
دتياري غېږې له ورځمه چرته ورک نه شمه

دا خاموشي چې راپسې ده ما کښې شور لټوي
زه سپڼ له خولې، نۀ وباسمه چرته ورک نه شمه

دبيټ نيکه کيږدۍ دې خداے له نړۍ ټوله نه کړي
څومره چې ډېر شوم دومره مرمه چرته ورک نه شمه

منګله ښار ته يم روان خو دسفر نه مخکښې
ګوته دسمال باندې تړمه چرته ورک نه شمه

..............................................................

سترګې چېنې دي چنارونو پسې منډې وهم
ليونے نه يم سرابونو پسې منډې وهم

زۀ کوم ګړنګ کومې درې په کوم يو غار کښې پټ يم
ښار مې کړو چاڼ اوس تورو غرونو پسې منډې وهم
دا دشعور دمصلحت دنيا مې خوښه نه ده
بې خوده ښه يم خمارونو پسې منډې وهم
ستا دبنګړو موسيقۍ زه په موسيقۍ مئين کړم
چې چرته شړنګ وي په شړنګونو پسې منډې وهم
دغه په ما دستا دڅڼو نفسياتي اثر دے
زۀ چې په سپينو ګلابونو پسې منډې وهم
ما سره دومره هم څه نشته چې ستا مخ ووينم
درڼو اوښکو چراغونو پسې منډې وهم

منګله! دا د ليونتوب په کوم پړاو ودريدم 
جانان مې پرېښو تصويرونو پسې منډې وهم

........................................................

دا زما وهم دے په څنګ کښې د اشنا ولاړيم
زه چې خپل ځان ته ګورم زه بيخي تنها ولاړيم

چې ستا په زړۀ کښې ده تياره تۀ به ماڅه ووينے
ګني ختلے دے زېړ لمر زه په رڼا ولاړيم
ما همېشه څوک سپين سحر نه تور ماښام ته بيائي
خو زه چراغ يمه په مخ کښې دهوا ولاړ يم
ددې چم هرې پېښې مانه بلها اوښکې پور دي
اوس لکه ګل څيرے ګريوان زۀ په خندا ولاړيم
دښار کوڅے که تنګې دي خو زه تنګ زړے نه يم
ستا انتظار دهاړ غرمه ده په بيديا ولاړيم
زه خبر نه يمه پرون څه وم او نن څه شومه
چې په اشنا اشنا محفل کښې نااشناولاړيم

منګله! زه چې شؤمه مخکښې ما څوک ونه ليدل
هر يو سړي به راته وې زه دې په شا ولاړيم

.........................................................

مماڼه شوه خوږه شوه

کېسه لاړه خوره شوه
دکلي ګنګوسه شوه

هوا کښې لوپټه ئې والؤتله باديوه شوه

مماڼه شوه خوږه شوه

هغې خدائے خبر څوک سهي کؤل بره غونډۍ کښې
زه سروم ورپسې کتله ما تورې کېږدۍ کښې
ناڅاپه چا سندره واړؤله په شپيلۍ کښې
چې زۀ ئې وليدمه دخندا نه تکه شنه شوه

دسروګلو غنچه شوه

ما وې چې ماوشماره دمئينو قافلې نه
زه تږے يم راغلے ستا دعشق سوي ميرې نه
اوبه که دې پيرزو کړلې دسترګو دچېنې نه
هغه چنار چنار شوه دسپرلي مسته وږمه شوه

دشپون دخولې ټپه شوه

منګله!لېونيه ځه ورځه دچا اسير ئې
نۀ ماکړلې تصوير نه تۀ زما د زړۀ تصوير ئې
ستا ژوند دتنهائۍ دے تۀ تنها اخته په وير ئې
زۀ سپينه پاغونده يم ستا په برخې توره شپه شوه

دبخت شمع دې مړه شوه

.......................................................

يو حکيم

ناست که يو بل ته نزدې يو
خوديو بل نه يو لرے
وجودونه مو که خپل دي
مزاجونه مو پردي دي
زۀ رښتيا وئيلے نه شم
تۀ دروغ پرې ښودے نه شې
هوا نشته سا ډوبي ده
حرکت ورک دے جمود دے
داسې رنځ باندې اخته يو
ارتقا ته لاره بند ده
چې دوخت په نبض پوئ وي
چې درمان دمرض اوکړي
سمه غر به کتل غواړي
يو حکيم رابلل غواړي

.............................................

زه ظالم په جار غندمه

ظلم هر چرته چې کيږي
ظلم هر سړے کوي چې
ظلم زه کتلے نه شم
ظلم زه زغملے نه شم
ظالم تور وي او که سپين وي
په نړي کښې ئې مخ تور وي
ظالم سر وهي دخلکو
ظالم زړونه ګټے نه شي
دظالم نه کيږي کرکه
دظالم زړه وي دکاڼي
چې ادم په وينو سور وي
توره بوره که اورګون وي
دا پټۍ که د غزاه وي
دا که خاوره دوزير وي
زه ظالم نه معاف کؤمه
زه ظالم په جار غندمه

..................................

د ځوانې مرګ فېض په قبر

تا په ډډر کښې دغم شپې روڼې کړې
دغزل انديش کوي دستا خبرې
تاچې هلته کومې وينې تويؤلې
دهغې نه جوړېدلې ملغلرې

زه چې ستا عمر ته ګورمه حېران شم
تا دکيټس نه هم دوه کاله عمر کم وۀ
دپښتو سنګار کؤلو تا په وينو
ستا بې وخته تګ ادب دپاره غم وۀ

هائ افسوس يوازې ته ځوانې مرګ نه وې
ستا ادې ځوانۍ کښې مړه له بيمارۍ وه
وخت په تاباندې ژړا ته پرېښې نه وه
چې وهلې ئې په تا يوه سلګۍ وه

تاته ځائ به ئې درکړے وۀ په زړه کښې
مدح خوان به ستا دفن او دهنر وې
ستا په غم به ئې لېکلې مرثيه وه
که خوشحال دې له مرګي ځنې خبر وې

زه د داسې بې پروا اولس يم غړے
تا دپاره زما سترګو کښې نم نشته
که فن مري او که هنر مري زه ئې څه کړم
ماسره دسترګورو څه غم نشته

چې تا ووې ځائ په زړونو کښې ئې وکړو
هر تحرير دې ددې خاورې يو تحرير کړو
په دې دومره کچه عمر کښې شاعره
تا ددرد اوکرب نه جوړ څنګه تصوير کړو

فېض له قبره ناره وکړه چې منګله!
شاعري دمدرسې محتاجه نه وي
چې ټولنه شي لوستے دالوئے هنر دے
هنرمندد مطالعې محتاجه نه وي

.................................................

ويره

يوه ويره مې وي زړه کښې
يوه ويره راپسې وي
ځوروي عذا بوي مې
خوب ارام وي رانه لرې
مانه خپل ځان دے ورک شوے
زه ورک شوے يم له ځانه
عذاب کړے به چا نه وے
که زه بيل نه وے دنيا کښې
ويره هيڅ کؤلے نه شي
چې سړے ځان کښې موجود وي
زۀ چې ځان موندلے نه شم
ويره ما به ويره وي تل
ځان موندل اسانه نه ده
خلاصيده له ويرې ګران دي

..........................................

يو چغه شى اختر شى

سپوږمۍ چې په سکڼى ماښام کښې لږه رابهر شى
يو چغه شى اختر شى
شپه اوکړى غزؤنې نوے رنګ نوے سحر شى
يو چغه شى اختر شى

موسم کۀ د خزان وى کېفيت د سپرلى راوړى

هر چاته مستــى راوړى
د مينې غوټۍ ګل چې شى وطن رنګينى راوړى

د زړۀ خوشحالى راوړى

نفرت په مخه زغلى محبت ورته سنګر شى
يو چغه شى اختر شى

نکريزې دى چې نن پرې د هر چا لاسونه سرۀ دى

رنګونه راخـــــــوارۀ دى
د چا په دنياګۍ کښې پټ يادونه مېلمانۀ دى

هيڅوک ترې خبر نۀ دى

د زړۀ په شيش محل کښې چې څوک کښېنى بختور شى
يو چغه شى اختر شى

دا وخت ئې چې نن وائى دا زما او ستا قيصه ده

د مينې تـــــــــرانه ده
منګله! که خيال وکړې څومره ښکلې زمانه ده

په مونږ باندې ئې شپه ده

راځه چې مينه اوکړو ټول غمونه به ډبر شى
يو چغه شى اختر شى
......................................................

خوږ جانان

چرته چې ذکر خدايه ستا د خوږ جانان کېږى
هلته نزول د رحمتونو وى باران کېږى

د وخت اتل دے زمانه ئې هيڅ کؤلے نۀ شى
ښکلى رسول(ص) سره به مينه هر زمان کېږى

څوک ئې منى کۀ نۀ منى نوم ئې په قدر اخلى
دومره عزت د کوم سړى په دې جهان کېږى

زما د زړۀ او زما ځان نه به بېلېږى څنګه
هغه محبوب چې زما زړۀ او زما ځان کېږى

مۀ کتابونه لټوه مۀ فلسفې راسپړه
د محبت مزل په فضل د سبحان کېږى

سترې خبرې سره خُلۀ هم زوروره ښائى
د پېغمبر صفت په ژبه د قران کېږى

د عقيدت دنيا وى څوک د عمر خيال نۀ ساتى
ستا د روضې خوا کښې سپين ږيرے حاجى ځوان کېږى

د ژوند بقا نشته، چې چا د يار لمن نيولې
د مرګ نه پس ئې اولسونو کښې ارمان کېږى

منګله! ځان ئې کړه اسير د دولت غم مۀ کوه
د مدينې سفر په تله د ايمان کېږى
(اسيرمنګل)

Poet: Prof. Asser Mangal

-
بېرته شاته