(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.9.9.2014 غزل/مسافر

مسافر 

پـــــه ســـــرو غـــــرمـــــــو پـــــــه قـــــــوازه ولاړ ؤ 
ســم دَ خـــولـــو پـــه سـمـنــــدر کښــې ډوب ؤ 
دا دومــــره دنــګ دنــګ مـحـلــــونــــه چــالــــه 
جـــــوړول  کـار  دَ  يَــــو  مــــزدور  کــېــدے  شـي 
دا  مــحــلــــــونــــــه جــــــوړونــکــــــے مــــــــزدور 
پـــــه دې خـــــوارئ او مـــــزدورئ  ځـــــان  لــــره 
يَــــوه  جــــــونـــګــــــره  جـــــــوړولـــــے  نــــــۀ شــــي 
بـيـــا هـــم پـــه يـــون وي دَ سُکــون پــه لټــون 
او چـــې دَ کــــور کـلــي نــــه  لـــــرې   چــــرتـــــه 
دَ خـېـټـــــې اور دَ ســــــــړولـــــــــو پــــــه نـيــــت 
په ځان ئـې شپـه او ورځ يَـو کـړي هـر وخـت 
بـيـــا هـــم سُکـــون پـســې ړانــــده کـاڼـــه شـي 
پــــــه قــــــوازه ولاړ  غـــــــر يـــــــو  اونـيـــــــولـــــــو 
ځـــــان  ســـره  وائ  څــــۀ بــــه اووايــــو مــــونــــږ 
کــه  مــو  حــالات  دَ  خـپــل  وطــن  صـحــي  وے 
نــو مــونـــږ بـــه ولـې پـــه پـــردي وطــن کښې 
دَ زلا لــــت او دَ هـــجـــــــــران   زنـــــــــدګـــــي 
پـــه  يَـــو  حـــال  هـــم  بـــه  تېـــره  کـړے  نــۀ  وے 
دا  ئـې  لا  څــــۀ کــــړې چـې لــــه کـــــوره راتـــه 
نـۀ  ټېـلـې  فـون  کــړي  ،  نـــۀ خـبــر مـې اخـلــي 
ځـکــــه  خــــرچــــه  پـــه  وخــت  لېګلـــے  نـــۀ شــم 
خـو  هېــڅ  قصــور  هـغــوي  تــه  هــم  نــۀ کـــؤوم 
ځکـه چې ټـول زمـا پـــه  طـمـعـــه نــاســت دي 
پـــس  دَ  الله   نـــــه ئـــې هـــــم   زۀ اســــره يـــم 
پــه دې سـوچـونـــو کښـې مشـغـــول ؤ لا چـې 
تـــر  غــــوږ ئـــې   راغــے دَ مــوبـــائـيــل اواز 
خفګـان کښـې نغښتـي خوشحـاليـانـــو ورلـــه 
دَ  امـيــــد  بـــــاغ  بــــانــــدې  سپـــرلــے راوستـــو 
ځان  ته  ئې  ؤوې  چې  بـل  څـوک  کېـدے شـي 
خـــــو   دا   زمـــا دَ زړۀ دمـــه بـــه وي نـــــو 
جيب کښې چې پروت موبائيل ته لاس ئې کړلو 
مخکښــې دَ دې نــــه چــې خــبــــــرې ؤکــــړي 
پـــــــه رڼـــــا ورځ دَ يـــــوشـتـمـــــې صـــــدۍ 
دَ يـــــوشـتـــــم چـــــت نــــــه راپــرېــــوتـــلــــــــو 

   Tawab Turabi  ۱/۶/۲۰۱۴ - الرياض 09.09.2014

 غزل

زۀ پوهېږم نيت یې نشته دَ بخښنې 
که زر ځله یې لاس لاندې کړم له زنې 
 
ته ! تپوس کړې ستا دَ مينې برکت دی 
ګريوان څرې چې زما دی تر لمنې 

زه شندم چې ورته لارو کې ګلونه
هغه ږدي راته په لارو کې تل غنې 
 
مينې ستا مې عقل ، زړه په داسې حال کړو 
ګوزاره چې لکه نه کوي دوه بنې 
 
نور دي اوليدل خفګان دي زړه ته راغی 
داسې څه وايه تا کړي دَ مننې 
 
په وطن کې چې زمونږه څوک باچا شي 
بل هېڅ کار هم نه کوي بې له وهنې 
 
کله هم چې کار دَ شرم ترېنه اوشي 
هېڅ خوند نه کوي چې غواړي بيا بخښنې 
 
په مونږ لوبې چې کوي غم ئې پکار دی 
که نه هر وخت به کؤو تشې غندنې 
 
ځکه تل به يو دَ نورو په قبضه کې 
مونږ اوده يو رانه نه کيږي څارنې 
 
زه تواب يم سم خزان وهلی بوټی
سيوری ګوري چرته يار دَ ګورې ونې 

   ۲۸-۸-۲۰۱۲/ الرياض

06.09.2014  Tawab Turabi

-
بېرته شاته