(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.08.-22.9.14 طنزونه نن بیا تازه شول

22.09.2014   لیک: محمود نظری

خر زوري که ډیموکراسي؟!

 

بښل سوې ډیموکراسي وي همداسي

دبل په زور هم خر زوري  وي همداسي

ډیموکراسۍ ده دلته د ملانصرالدین قبر

ددوستانو په موږ مسخرګي وي همداسي

***

کرزي ورو په غوږ کې وویل د احمد زي

که غواړې  لکه ما په ولس وکړې باداري

ټول دعبداله  پیخ پزي  ورباندې مقرر کړه

ورته آزاده کړه  رشوت ، غلا اوچلبازي

***

په  داړه مارو دا وطن  ښه جوړیږي

په دلالانو هم دا وطن ښه آبادیږي

دا وطن  سم نر  نه نر ښځی غواړي

دبل په غلامانو دا وطن ښه ودانیږي

***

پيدا ګل ماشو م مور ته تر هغه ژړا کوي

بهانه کوي غوښتنه د کلچې او حلوا کوي

بیا چاکلیټ غواړي بیا خټکی  بیا پیسې

له کوزو نه لویږي هغه څپیړه دابا غواړي

پیداګل ـ ارمونی

***

سپی چې غاپي ته چې وایې  شی غواړي

په هر څه چې  هغه ولې هغه شی غواړي

هغه چې سړی وویني ورته غاپي غاپي

دهغه عادت د ی نه چي یو شی غواړي

***

د ناکامه کاندید دلته حق   سو اخیر شور

ټوله و رځ  به نارې وهي د جنګ او زور

د دې څولوچکانو  چې خولې بندي نه سوې

دا قانون سو تل د بایلونکو د ګوزو ماشور

***

پاچاهي کله کیږي د ملنګي په بول

یا کچکول په لاس یا پرسرکړه خول

مشره د ولس د رایو ساتنه  دي ونه کړه

خدای  کړه اخیر  له غلو سره ونه وهې مول

***

راویښ سه

مسلمان چې یوسړی مړ کړي هغه  تروریست دی

یهودي که فلسطیني مړ کړي هغه یې رایتیست دی

عیسوي  که مسلمان مړ کړ هغه روغ لیونی دی

چې دهر چا د وژولو حق لري هغه هیمونیست دی

راویښ سه

راویښ سه غلبلې دي  ته لا ویده یې

له ډیره خوبه اږمۍ باسې ډیر زده یې

غله ټوله په ملي وحدت علي بابا ګان سو ه

ته په خم کې دسروغوړوپه تمه  ویده یې

راویښیږم

له ډیره خوبه رښتیا زده یم

دا دولس کاله کیږي ویده یم

دغلوهره ورځ حمله اوتوبره ده

زمابرسټن پرسر کش ویده یم

د مصلحت  په لېټۍ وطن چورسو

زه  لاد مرګ په خوب ویده یم

اوس دملي وحدت لېټۍ پخیږي

ټاکنې مې وړي لا لکه لنګه ویده یم

دغلو بغارې دي وایي هله غله دي

په کورکې  غل ویښ  زه لا ویده یم

دلته غله  لکه شرمښان انګولي

یوپسه هلته زه دلته ویده یم

دلته  یوازې دغلو دار مدار دی

زه چوپه خوله یم ځکه لا ویده یم

ټوله شیان چو رسوه د تلتک وار دی

غله تلتک رانه وړی زه لا ویده یم

د تلتک له بویه هیڅ نه جوړیږي

ويښیږم  نارې واهم آیا زه ویده یم؟

که نن زه ویښ سوم سبا هغه ویښیږي

چې ویښ سوې ږغ کوه که زه ویده یم

 ددې د ورځې له خوبو هیڅ نه جوړیږي

د غلو خوله وخوندیده ګڼې زه لوده یم

دلته  د هر شي ویش په لوچکي دی

زه وړونکی په چوپه خوله بازنده یم

 دلته بایلونکي په رامباړه  وړونکی دی

 بایلونکی دلته لیوه زه ورته پسه یم

مشر که مو حلالوي که مو په  داروي

زه په تنور کې دغله ځوالې ته رپیده یم

پخواهم موږ ډارن مشر  دغلو چړي سو

داسې ښکاري بیا  غله سواره زه پیاده یم

*************************16.09.2014***************************

 

اندمه او بدکو کندهارۍ دوې مسلۍ وې  د اندمه پکه وه رغچینه يي په سر کوله، ښځو به محفلو ته راغو ښتې، هغو به سندرې ورته ویلې دهغو یوه مشهور سندره  د الم نشره وه چې سر یې یوې اواخیر یې بلې کوئ ، الم نشره د هلک له زیږیدو وروسته ویل کیده   09.09.2014  

محمود نظری

د ټاکنو الم نشرح

نشرح مو حقاني جوړه کړه

بلبلانو  امین کې

مؤمینانو امین کې

سبحان من یراني

***

اې د هلک پلاره

راواچوه کلداره

کلداره تبکی داره

سبحان من یراني

***

اې د هلک موري

سرغوړ که سترګې توري

دا یوڼي درته ګوري

سبحان من یراني

***

زوی چي پیدا کیږي

د پلار نوم پریادیږي

خدای دی درکړي یو لا بل. په دشمن وکړه غول

سبحان من یراني

***

پر سرتاغ باندې  چاینکه

د سپينو روپو ډکه

په لمن کې يې راچپه که

سبحان من یراني

***

په دې سرای کې یو کارغه دی

ددې هلک نیکه دی

د سرې غرمی بیده دی

سبحان من یراني

***

په دې سرای کې یوه منا ده

ددې هلک انا ده

غړکه یې تر ملا ده

سبحان من یراني

***

په دې کور کې یوه پشې ده

ددې هلک مامي ده

په غاړه يي کیلي ده

سبحان من یراني

***

په کور کې یوه خاده ده

ددې هلک خاله ده 

په غاړه يي زنګوله ده

تر سرې غرمي تمبه ده

سبحان من یراني

***

اوسکې راغلې ټندې

ملایانو وکړې لڼدې

اوس پر موږوهي ملنډې

سبحان من یراني

***

الله ومصلي

راټولي که سپین سري

په ټک وهه کمبلې

سبحان من یراني

 

***

 دنن ورځي دټاکنو الم نشرح داندمې اوبدکو د نشرحي په پارودي

 

ناکامه سوي ډیموکراسي حقاني ده

افغانانو امین کئ

امریکایانو امین  کئ

سبحان من یراني

***

اې د یموکراسي پلاره

ر ا واچوه  ډالر سرداره

ډالر مزه داره

سبحان من یراني

***

اې د د یموکراسي موري

دا رایې کړه را ټولي

ټاکنو ته دي دنیا ګوري

سبحان من یراني

***

دډیموکراسي زوی چې پیدا کیږي

د پلار نوم پریادیږي

بیاټاکنې وکړه یو وار بل په دشمن وکړه غول

سبحان من یراني

***

امریکا ده زموږ چاینکه

دخړوډالرو ډکه

په لمن یې راچپه که

سبحان من یراني

***

 داصلاحاتو په ډله کې یوه پشي ده

د دیموکراسي مامي ده

دکیري سره یې یاري ده

سبحان من یراني

***

په تحول ډله کې یو کارغه دی

وایي د تفکر نیکه دی

د سرې غرمې بیده دی

سبحان من یراني

***

په ارګ کې یوه منا ده

پر هغه ناسته بلا ده

 تړلې یې د وطن خرابیدوته ملا ده

سبحان من یراني

***

دملل متحد راغي استازي

په ټاکنو یې وکړې متیازي

خلک ختاباسي مازي

سبحان من یراني

***

د ټاکنو دسړک په سر یوه خاده ده

داصلاحاتو د ډلې خاله ده

هرګړی یې د نارنجي کړو ناره ده

سبحان من یراني

***

موږ ته را پیښه عجبه کیسه ده

دټاکنو مو داپایله ده

جوړه غلو ته میلمه ده

سبحان من یراني

***

اوس ډیموکراسۍ ته ټینګ سه

د  وړونکي زارۍ ته ټینګ سه

دبایلونکی بادوپسکۍ ته ټینګ سه

سبحان من یراني

***

پيلیزه یې خونداره ده

منځ یې بویداره ده

اخیره یې مرداره ده

سبحان من یراني

***

الله ومصلی

راټول کړه نظار او ګیلم جمعي

په ټک وهئ کمبلې

سبحان من یراني

 

 

02.09.2014

موږ ته پمن دی سم

د دې دربدري ملامت زموږ مړ خوږی دی

چې هر ځای یې چوغ کړی یو یو موږی  دی

سخندران  هر چیري د موږي په زور غورځي

ځکه  اوس دخرو هم لکه د زمرو کرږی دی

***

 په افغانستان کې:

په کوږ دولت کې کوږ واکمن دی سم

په کوږ حکومت کې کوږ پړیسمن دی سم

هیڅ چا تر اوسه خاین واکمن لیدلی  عادل؟

په لاروکې کوم لاروی دلته  ایمن دی  سم

خاین هغه څوک دي چې عدل کول غواړي؟!

 دلته هر یو خاین  او هر یو  بدلمن دی سم

لیندۍ د غشی دویشتولو لپاره باید کږه سي

غشي ویشتلوته کمان کله راستمن دي سم

په دنیا کې هم داسې چارې سته ډیري

بیله ځان کوږ ول اوس  نه بل زمن دی سم

ځینې وخت باید ځان یایو غړی  کړو کوږ

کله کار  دکږې ګوټې تر ځان سوبمن دی سم

دخپلي ښځې سره څوک خلوت کولای نسي

ورته کوږ وږ کیدل د هر ځیرکمن دی سم

دا دوران دوران د ټګي ټوري دی یارانو

ته راو ښیه په کونه  کوم یو واکمن دی سم

اوس په سیاست کې سم سړی کله چلیږي

ووایه وکیل  قاضی وزیر که کارمن دی سم

دا پاخه  سیاست وال ټوله په کونه کاږه دي

دواک اوپیسو لپاره په هډوکوم  پمن دی سم

ځينې وخت څوک اړ کیږي ځان کوږ کړي

بې کاږه بل  کار  د تکړه خارښتمن دی سم

وګوره دچا پښې چې کږې وي  څنګه په مزه  ځي

دلته کچل او شل زموږ دپوځ ډګرمن دی سم

ګوره  داکاږه  شیان  په زورسره کله سمیږي

کوږلرګی ماتیږي زور ورته زیانمن دی سم

***

 په نړۍ کې:

هر  هیواد  اوس لری یو اساسي قانون

په قانون کې کاږه ته نوم د اهرمن دی سم

کوږما ر خپل غار ته  کوږ ننوتلای نسي

 اساسي قانون ټولو خلکوته  عزتمن دی سم

هلته بې عقلانو ته څوک نه ورکوي واک

دلته کوږ مغزه حیوان موږ ته عزتمن دی سم

دټولې دنیا د خلکو  مشران  راسته دي

دلته د با غیرتو خلکو مشربدلمن دی سم

ددنیا ټینګ شیان هلته  په زور سمیږي

کوږ فولادی میل ته   زور د زورمن دی سم

***

 چیچړه او وازګه  کله غوښه ګڼل  کیدای سي

 درې واړه   یو ځای پلورل کار د مومن دی سم

 دلته یې پټ د تلې په ړنده برخه کې وي ایښي

 دهغه تیرونکی قصاب موږ ته سوبمن دی سم

یا یې زموږ قصاب هغه په کوټولوکوفته کړي

 د غوښې په بیه تیرونکی یې پاک لمن دی سم

کافران کوي کارونه د اصیل مسلمان اوبر عکس

 سمه لاره د کافر ده  ختا ایستل د مومن دی سم

خدای دي مو ږ د کږو  له مکره خلاص کړي

دا کاږه کارونه  دلته  د پردو دنازمن دی سم

خلکو د چیچړو او غوښو  تو پیروکړئ!

دا ټوله مکر په هیواد کې دغل پیسمن دی سم

موږ  بسلمانان بد یو خو کافران تر موږ ښه

 مومن قصور من سم کافر راستمن دی سم

زمن( دنده)، پیسمن( مغرور)

نه بسی دا نولس شل

دټولو بې شرمو باید خولې پټې سي

نه  بایده چې دهغو خولې ډکې سي

که دیوه بې شرمه خوله وخوندیده

په سپو به ټوله دواک کوڅې ډکې سي

***

د چلیانو په  چغهار  به نسي دا نولس شل

د کیري په کړچهار به نسي دا نولس شل

جان کیري له ډیرو تلو راتلو سینه بغل سو

دهغه په ټخهار به هم نسي دا  نولس شل

دهغو پساتیانو چې پسات یې خپور کړ

دهغو په بیا بزهار به هم نسي دا نولس شل

افغانستان د اغیارو  د جنګ میدان سو

د هغوپه غپهار به هم نسي دا نولس شل

لاس منډون سرې تودې ورکوای نسي

دټګ په چوڼهار به هم نسي  دا نولس شل

چې خپله دا غوټې په غاښو نه کړو خلاصې

دډانګیی په ترچهار  به نسي دا نولس شل

چې ځای دځاني ګټې ولسي ګټې ونه نیسي

د بوچانو په سغهاربه هم  نسي دا نولس شل

پزه بنده کړه  افغانه د دې نسمارو په خړوسکو

دکوزاوڼو په غربهاربه هم نه سي دا نولس شل

***

خپله سوچ نه لرو  دنوروستر پوهان یو

ددې پوهانو په ډرهار به نسي دا نولس شل

خپله زور نه لرو د نوروښکرور غوییان یو

د دې غوییانو په هټهار به نسي دا نولس شل

خپله غیرت نه لرو دنورو لوی غیرتمندان یو

ددې غیرتمنو په ډزهار به نسي دا نولس شل

ددښمن قاتل نه یو د ځان خپله قاتلان یو

ددې ډول مجاهدو په  چړپهار به نسي دا نولس شل

دا وطن په اټنو او نڅاګانو کله  آزاد یږي

ددې مخبرانو په ګرهار به هم نسي دا نولس شل

په ما او تا چي روږ دی ، که سل واره نران سو

د ښځو په پرینګهار به هم نسي دا نولس شل

په شرم هغه شر ميږي چې پرشرم څه پو هيږ ي

دبی شرموپه  ډڼګهار به هم نسي دا نولس شل

تل دبې غيرتو په کور مېلمانه واکمن وي

دمیلمنو  په خرهار به هم نسي دا نولس شل

چې چیرته اسانه وي کاروبارد وطنفروشي

د وطنفروشو په خوټهار به نسي دا نولس شل

تر څو د پردو پر مړغټانې ځړول بس نسي

دځړیدولو په میوهاربه نسي دا نولس شل

هغه وخت چې دوطن اصیل بچي واکمن سي

هغه وخت به دنیاته  زموږ توري سي نولس شل

30.08.2014

-
بېرته شاته