(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.08.2014 نن چي یوبله پېړۍ راغله

څلوریځه

20.08.2014
وزړه ته دمظلومو ازادۍ راځي راځي
هیوادته دښاغلو خپلواکۍ راځي راځي
جنګونه اوناخوالي یي له زیری څخه درومي
چی مېني داتلو ته ښادۍ راځي راځي
 

16.08.2014

 فېسبوک خان ملګري ته :ـ!

نن موژوندون یوڅه عصري یوڅه موډرن غوندي سو
نن له پخوا سره توپیریوڅه په زغرده پیدا
پخواچي دلته بېلابیلي ملي لوبي کېدې
نن په عصري سیسټم او موډ اوښتي
نن کمپیوټراو انټرنیټ دوره ده
نن دفېسبوک او دتیوتر باچاه هي
نن خلګ دلته ټول نړۍ پېژني
نن پرفېسبوک باندي سیالۍ پيژني
څوک دفېسبوک سره دزړه ملګري
څوک یي په ژوند کي په هستۍ پيژني
ټوله نړۍ ترې عنوانونه اخلي
ددې فېسبوک څخه یادونه اخلي
ښه ګټورمعلوماتونه اخلي
څوک يي دبدو عبرتونه اخلي
څوک دنړۍ په یوه ځای اوڅوک په بل ځای کي وي
خوچي فېسبوک سره ملګري سي په یوځای کي وي
ټوله په زړونوکښي خوښۍ لټوي
پرخپل فېسبوک ښه خوښحالي لټوي
یوهغه بل ته ددوستۍ په نامه
ددې فېسبوک دزندګۍ په نامه
دیوه اوږد اوهوساژوند په هیله
پردې فېسبوک باندی دتل په هیله
یوه دوعادښه ژوندوني کوي
وخپل ښاغلي ته یي په مینه کوي
خوموږبه هم په دې نړۍ کي اوسو
ددې نړۍ خویوه برخه به یو
هم مو امید هم مو ارزو همدا ده
څودعصري سیسټم لیدل ووینو
څوپکي زړونه یودبل ووینو
څوخوشحالي اوهوڅي وي دلته
څودنړۍ سره پالل ووینو
ځکه موغېږه وفېسبوک ته خلاصه
دهوښارانو عقلتوب ته خلاصه
داځکه ټوله یي عقلمند کاروي
فېسبوک همدا دي چي یي ژوند کاروي
نوموږخوهم ښه امیدونه لرو
ددې فېسبوک ضرورتونه لرو
څویوخندا یوه خوښي ووینو
ددې نړۍ سره دوستي ووینو
ځکه نوکله چي فېسبوک زده کوو
یوارنړۍ حیرانوو ورته بیا
ځکه لومړي يي مرحله وي همدا
چي له دوستانوڅخه خواشیني اوسو
هریودځان دخوشحالۍ په ګټه
دخپل یو ورور سره دوستي نه کوو
موږدنړۍ څخه جلااوسيږو
موشفقت ته دروازې تړلي
مهربانۍ ته خاتمه ورکوو
ځکه دکورپرمعمولي خبره
په ټول فېسبوک کي ښه دریه ورکوو
توله ورځ ګرځوپه شناخته اوپه دوستانوپیسي
څویي پیداکړو یویادوه عیبونه
ژریي فېسبوک سره اشناکړوهمېشه عیبونه
هغه یوڅوک چي زموږپه منځ کي پرمختګ ولري
موږته مهم سوله دده عیبونه
نوخودبه وایو خوشحالي نلرو
ددې فېسبوک څخه دوستي نلرو
زړونه موټول دنفرتونوډک دي
خوددنړۍ سره سیالي نلرو
خویوخبره اینده درکوو
ګرانه فېسبوکه داوعده درکوو
ته به شاهد ددې وختونواوسې
ته به یادګار دتاریخونواوسې
چي افغانان به یوخت مینه لري
یوه خوښي یوه به وینه لري
یوبه یي اخلاص یوبه یي غیرت وي معلوم
تابه په زړه کښي ډیر خوشبینه لري
بیابه په ژوندکي ښه هستۍ ولري
ستاپه اخلاص به ښه سیالۍ ولري
ته یي هغه مهال هغه ګړی وڅاره
ګرانه فېسبوکه ته يي ژوندی وڅاره

 

-
بېرته شاته