(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.08.2014 لښکر لښکر ګیلې

اوریـــــــــدلي مې پخوا یــوه کیسه ده           کیسه څـه ده پـه زړه پورې لطیفه ده
یو پسه د شنو واښو په پنډ ورپیښ شــو             د خوراک په تلوسه ورته هیښ پیښ شـــــو
ښکرور غـــــــوایه ناڅاپه راپیدا شــو               د واښو د پنډ خـــــوړلو په تــابیا شـو
پسه ویلی د خوراک حـــق یی زما دی              د اسماعیل پرځای نیکه شهیـد زما دی
غوایه وی، دا دنیا مې د نیکه په سر ولاړه          که یی وڅنډل ښکرونه دنیاورانه ده ویجاړه
يوغټ اوښ یی په څنګ کــې ودریدلو               پنډ یی واخیست پاس په ونه یی وټومبلــو
په مـــــــزه مزه واښه خوري بې له ویرې             غورې پرې د پسه غوایه شوې هیرې
دابراهیم تراسماعیله دی لاس خلاص دی           نه پروا مې د غوایه نه مې وسواس دی
په ټاکنو باندی جوړ ورتـــــه ناتار شـــو               په اندیښنه کی ټول ملت لیل ونهار شـو
د اوږدې غاړې اوښان ډیــر زورور دي                 بل څــه نه دي شنه ډالردي شنه ډالر دي
د کیري په ګوتڅنډنه جنجال ورک شـــــو             څه پروا کا !؟ که تاریخ د افغان سپک شو
که لښکر لښکرګیلې په زړه لـــــرمــــه               د پاچا خان په لـــــنډۍ یی لنډه ومـــــه
د زړه په باغ مې ږلۍ وشـــــوه
بویه چې بیا سپرلی راځی سپړي ګلونه
 
بسم الله اکبري هالند
۰۹-۰۸-۲۰۱۴

-
بېرته شاته