(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

13.07.2014 خونړۍ توپان

 څومره سخت ټپي شوی چې د غرونه هم نړیږي
زما ګرانه وطنه د تاریخ دې   پرتمونه هم نـړیږي
د ارګو د شهیدانـــــو ویر ماتم  لا ختــم نه دی
چې په ټول وطن ژړا وه آ وختونه   هـــم نړیږي
ټول ملت چې د قاسم په شهادت غمګین غمګین و
اوس دوښمن کرښې راباسي وحدتونه هم نړیږي
لوبغـاړو شاه ځلمــــو چې د بري توغونه راوړل
لـور په لـــور د خــوشالیو اتڼوڼه هم نړیـــږي
چې د توری له شرنګا یې ځمکې غرونه   لړزیدله
د کندهار او د هلمند ستر عظمتونه هـــم  نړیږي
کونړ ځاله د زمریانو ننګرهار کور د باتــــورانو
د دې اتل ټاټـــــوبی ګلکـــڅونه هـــم نړیږي
څوغله کمین کې ناست دي توطیې لري په سرکې
د لیونیو ببرســــــرو لښــــکرونه هـــم نړیږي
په خوله سپکـــې سپوری وایی اخته په غوروپرو
د وروڼو ملیتونـــــو ستر ننګـــونه هم نــړیږي
خونړۍ تـــوپان افغـــــان ملـــــت ته ګواښي
آ درنی ککـــــرۍ نشته تدبیرونه هــــم نړیږي
د هــــمت په تــــوره مــلا تــړی   ځـــوانانــو
اکبري په وینو ژاړي ګنی سوبی ارزښتونه هم نړیږي
شاعر  :  بسم الله اکبري
ترتیب کوونکی  :  انجنیر عبدالقادرمسعود
۱۲-۰۷-۲۰۱۴

Published: 14.07.2014

-
بېرته شاته