(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.07.2014 شعرونه تازه شول

زمری څرګند Poet: Zamarai Tzargand

ګران اشنایه
ستادراتګ لاره څارمه راځه اشنایه
تاخپل زړګي کي یادومه راځه اشنایه
سترګي مي تاته انتظارکوي همېش دي غواړي
ستاقدمونه به شمارمه راځه اشنایه
ستابه راتګ دخوشحالي او هوسایي تعبیر وي
خوددي راتلل ښه ارزومه راځه اشنایه
چي څوشېبې په خوشحالۍ اوپه مستۍ تیري کړو
یوڅوخوږې شېبې غواړمه راځه اشنایه
یواري بیابه داوختونه پخواني غوندي کړو
یواري بیازه اوس ځواني رایادومه راځه اشنایه
څوځوانۍ ژوندکي تجریبې ښه پخوانۍ ولرو
کله ناکله پخوانۍ کیسوته ځمه راځه اشنایه
یومشترکه خوشحالي په خوشحالۍ ولمانځو
څرګنده زړه ورته لرمه راځه اشنایه
د ښارونو توپیر
خپل ښار خپل کور
 04.07.2014
دنړی د پرمخ تللو هیوادونو خلګوته دخپل ښار په نامه سره یو ډول ملی مفکوره او ریښتنۍ احساس پیداکیږی داځکه دنړی د مخ قدمه هیوادونو اوښارونو خلګو ښاری رسالت پیژندلی دی ښاری اصول یی زده کړی دی او دخپلو ښارونو سره دومره مینه لری چی حتی بغیردښاروالۍ څخه خپل ښار دخپل کور حیثیت ورته لری اوهم تل په دی هڅه کښی وی چی خپل ښار دنوری پرمخ تللی نړی سره په مثبت رقابت کښی واچوی .
خوپه افغانی ټولنه کښی حالات برعکس وه دښارونو دښکلاسره نااشنایی ښاری رسالت ته رسیدګی نه کول اوځینی نور ښاری اصول وه چی باید افغانی ټولنی لا له وړاندی درک کړی وای خو داچی دمختلیفو ملهوظاتوله مخی پر افغانی ټولنه جنګ تپل سوی وو.اودښارنوخلګوخوڅه چی په ښاری ژوند پوهیدلای ددی پاک نعمت څخه بی برخی سوی وه نو په همدی موخه مو ښاریان له بیلابیلو ښاری ستونزو سره مخ وه چی تر دم ګړیه هم له یادو ستونزو څخه کړیږی .
په یوه سیمه کښی چاپیریال ته نه توجع ،د پلو او عامو لارو بندول ،دکثافاتو یاخځلو بی ځایه غورځول او ځینی نوری هغه ښاری ستونزی دی چی د خلګو په مخ کښی پرتې دی .
خوکه افغانی ټولنه په اوسنیو وختونو کښی دنړی سره مقایسه کړو ترپخواڅه ناڅه ستونزی حل سوی دی دافغانی ځوانانو سفرونه بهرنیو هیوادونو ته هغه مهیم ټکی دی چی له برکته یی ښاریان یوڅه دښاری فرهنګ سره بلد سوی دی خوبیاهم په افغانی ټولنه کښی دښاری فرهنګ اسانترینی لاری دادی چی له نړی یی زده کړو او پخپلو کښی ورزده کړوچی په دی سره به مو خپل هیواد په ښه توګه دپخوا سره مقایسه کړی وی او دپرمختګ څرک به مو اخیستی وی اوهم به مو نړی ته دا په ډاکه کړی وی چی افغانان په ښاری لحاظ هم تر چا کم نه دی اونه هم خپل تمدن تر نړی کم بولی .خو ډیر ژر امید دی چی ددې ورځی شاهدان واوسو

ځواني
ژوندوو زندګي وه بیرته نه راځي
مینه وه هڅتي وه بیرته نه راځي
هرځای چي به ښه ښه مجلسونه وه
هرخواته خوښي وه بیرته نه راځي
زړونه سره یو وه ګډاوازیی مشترق وو
ښه قدرداني وه بیرته نه راځي
هرمحفل به ډک وو ددوستانو اشنایانوڅه
ښکلې اشنایي وه بیرته نه راځي
دایوخوب ووچی ځواني وه ښه یارانوته
څنګه ښه مستي وه بیرته نه راځي
نه په زحمتو نه په ستړیابندوو.
ښورووچی ځواني وه بیرته نه راځي
خودبه یې خواشیني ای (څرګنده)اوس
وخت وو ستاخاني وه بیرته نه راځي
 
ګران نیکه باباته

ګرانه نیکه ای مهربانه نیکه     
ای دوختونو یو دورانه نیکه
ای دجنګو دخاطرو خاونده       
ای دپخې مینی ایمانه نیکه
اوس دي لمسیان نوی وختونه غواړی             اوس دژوندون ښه بدلونونه غواړی
اوس دقلم او کمپيوټردوره ده      
اوس پرمختګ کوی ویاړونه غواړی
ګرانه نیکه ای مهربانه نیکه             
ای دوختونو یو دورانه نیکه
ستاخاطرې ستادوختوسره وې           ستاکارنامې ستادجرګوسره وې
ستاښه غیرت غیرت خبري چي وې               ستادځوانۍ دخپریدوسره وې
اوس دي لمسیانوته یوبل جهان دی         ستاوختي ولاړلې یوبل زمان دی
ستادننګواودجنګودورې وې   
اوس دي پرمېنه سته یوبل انسان دی
ګرانه نیکه ای مهربانه نیکه           
ای دوختونو یو دورانه نیکه
اوس دي لمسیان افرینونه غواړي          اوس دي دمیني تشویقونه غواړي
څودقلم په دې ښایسته نړۍ کښي                 ترټولو مخکی کوښښونه غواړي
څودنیکونوخاطرو غوندی دوی         
په خپل ژوندون کی ابادۍ وویني
ټوله دعلم اوعرفان پرپوله      
زړونه کی یو سره دوستۍ وویني
ګرانه نیکه ای مهربانه نیکه           
ای دوختونویودورانه نیکه
ستاچی وختونه دجرګووختي وې         ستاچی ځوانۍ دافسانووختي وې
تاچی له یو اوبله ځان ځاراوه
ستاچی دننګ ستادابرو وختي وې
اوس دی لمسیان پرپاکه لارکه مصروف         اوس یې دپوهي پررفتارمصروف
اوس ورته لاره دتعلیم وښیه    
اوس یی دعلم پردربار که مصروف
څوکارنامې دي په قلم ولیکي        
چی دجنګوڅخه پاکی سي دا
څوښکلي نوم دی محترم ولیکی       
چی دورانیوڅخه پاکی سی دا
ګرانه نیکه ای مهربانه نیکه       
ای دوختونویودورانه نیکه
نوردي لمسیان دعلمیت تږی دي   ستاامیدوته دخدمت تږی دي
ستاارمانونه چی په ژوند پوره سی   
ټول دهمدغه حقیقت تږی دي
ته یې قربان قربان بوله    
چی سی په ژوند کی سالار
ستازړه ټکورسی، سی دزړونو سردار
بیادی یووخت په ښونومونویادکي   
ګرانه نیکه تاپه یادونویادکي
ستاڅه خوشحاله وی خپل لمسیان   
تل دی مدام په ارمانونویادکی
ګرانه نیکه ای مهربانه نیکه   
ای دوختونویودورانه نیکه
ای دجنګودخاطروخاونده   
ای دپخې میني ایمانه نیکه
(زمری څرګند)

ګران کندهاره

زمادي یادیږي په هروخت کی شنه باغونه
اې یاره زما   ګران کندهاره زما
هیوادموټول افغانستان دی
ترڅان اوروح راباندي ګران دی
خوکندهارکي موخاپوړي کړي دینه
اې یاره زما   ګران کندهاره زما
زمادي یادیږي په هروخت کی شنه باغونه
په تاکي اوسي ښه قومونه
ښه دپېړیو اعظمتونه
هره دیره کي دي ځوانان دي ښه مېړونه
اې یاره زما   ګران کندهاره زما
زمادي دستورته صدسلام دی
تاکي غښتلی افغان قام دی
ځکه څرګندسولې نړۍ کی دي ده مینه
اې یاره زما   ګران کندهاره زما
زمادي یادیږي په هروخت کی شنه باغونه

دیار بچی
خودبه ته ځغواریږې چي دي نه وي دخپل دپلاربچی
ولي ته ساتې پخپل لسټوني کښي دماربچی
مه تېروزه هیڅ په نرمه غاړه یې
ګوري وموقع ته دغداربچی
ښه ښه مجلسونه به په جاراوپه قربان کوي
څومره مطلبي دی دابدبخته دخماربچی
هررقم چي لوی سي نویوخت به ځي خپل اصل ته
مه پري اعتبارکړه ځکه دادی داغیاربچی
هرڅه چي قوې هغه به کیږي هم
کله هندواڼه سي دجواربچی
واخله ترې مطلب ای څرګنده ډیر
هرکارکښی دي مل سه د ښه یاربچی 


 اوس هم یوڅه بدبخته سته.:
شعر:ــــ زمری څرګند
یوڅوسړي سته ګران هیوادته غمازان راولي
یوڅوبدبخته دي چي موږته ښاماران راولي
نه زموږغیرت نه زموږتاریخ ته ګوري
هروخت لګیاه وي شرموښان راولي
څوله دې لاري خپل هدف کي حاصیل
ځکه مصروف دي چي لېوان راولي
خیردی یوخت به مي اولس ویښیږي
خیردی که دوي نن لوټماران راولي
یووخت به راسي دپردولپاره ځان دي ګوري
یووخت به راسي چي اولس مي پرې طوفان راولي
اوس که دوی هرڅومره چټک اوپه تلواراخته دي
اولس به پاڅي ای(څرګنده)بل زمان راولي

-
بېرته شاته