13.06.2014د بابا كوره
څنګه لوټي لوټي پروت ئې
اې ځما دباباكوره
هره ټكه په تاسمه
ته يې كړي دوباكوره
په ګلونو ښائيسته وي
هره پوله زرغونه وه
چاپه غم باندي اخته كړي
دښائيست وښكلا كوره
خنداګاني محفلونه
دځوانانو اتڼونه
ښه خوشحال به ژوندون
دمسكا او خندا كوره
خوشحالۍ په غم بدله
لويه ربه ته يې مل شي
په هر كورباندي يې ماتم دي
سترګي سري دژړاكوره
په ډبرو سره ولي
يو بل ټول دښمنان شول
په سرو وينو كښې لمبېږي
دغرت او انا كوره
ماته مه راوړئ نکرېزي
ځمالاسونه دواړه سره دي
ځماورور په وينو رنګ دي
چا خراب كړي ځماكوره
كوم بچي كم په كراره
كوم بچي په دلاسا كړم؟
بس دي نور ته په كرار شه
دبچو دصبا كوره
ځموږ تورسري شوي سرتوري
په ليلام باندي خرڅيږي
ځمااو ستاغيرت يې ځكه
كړي ځما دښو اولياء كوره
خپل پردي دښمنان شول
تور دښمن دي درلويدلۍ
زه بازياب په رښتيا وايم
ځكه يې درښتيا كوره