(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.06.2014دسترګوړوند ډاکټر

طنز

نور وخت دی چې خلاص کړو خپل زبون
وکړو د یو ړانده بینا  دژوند لیک یادون
دي   ړوند په پټو سترګو مهرکړي تړونونه
دښمنان دوطن يې بلل یوازې ټبر د پښتون
پښتون ته یې خوښ وه غټ غټ بمونه
ځان ته یې خوښ وه غټ غټ میلیون
څوک یې په خبرو نه دي پوه سوي تر ننه
لکه ښرمښکۍ کار یې دی د رنګ بدلون
ځان ته يې خوښ دی لکه پيغله ګران شی
که ان هغه تر لاسه کیږي دمور په خرڅون
د واک دپاره مانجه نه کوي  په هیڅ څه
که ان هغه تمام  سي د خلکو په زوکلون
یوه دعا کوئ اې وطندوستو  افغانانو
له ړانده غواړئ لکه له شیطانه خلاصون
الابلا چې هغه  غواړي بیا دتالالپاره 
هغوی دی له ډلې ټپلي د خارښتون
په هغه سترګې پام چې  معاینه نه کړئ
که غواړئ  د مترقي افغانستان لیدون
کله چې یې په غټه کولمه کې  بند سول
ځان   یې  وباله د پلاره دطالب پښتون
اوس د ړانده ډاکټرناکامه اتیلافونه دي
اوس یې   دبادو نه د ټیغودی  پیوستون
وطن په دې چور مقاومتیانو کله  ودانیږي
همدا وخت دی دهغو پرضد د پاڅون

-
بېرته شاته