(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.05.2014مسواک

 
هایکو   
مسواک   
دده وه خوله له مکروبونه ډکه
نورو ته وایی چې مسواک ووهۍ
ځان نه خبر نلري
 
هایکو    
مسواک    
هرڅه قیمت وه خو مسواک ارزان ول
د پارلمان د یو وکیل له لاسه   
اوس په ډالر خر څیږي          
هایکو
مسواک
په پارلمان کې یی قانون جوړکړلو
چې بې مسواکو به خبر نکوۍ     
اوس مې مسواک مدام په جیب کې پروت وي
 
هایکو    
مسواک    
لاړم دکان ته چې مسواک واخلم
یو دکاندار په خندا وویلې
لکه چې ته هم د چا نوم یادوې
 
هایکو      
مسواک      
ما مې غاښونه په مسواکو وینځل
خلکو کتلې او خندلې به يي    
په قصه پوه شوم ماهم ډیر وخندل
 
هایکو       
مسواک       
اول لنګۍ وه بیا پکول مود شو
اوس د پکول پرځای هر خوا چې ګورم
خلک مسواک ګرځوي            
 
هایکو          
سپی          
زما له یو سپي ځینې ډیر بد راتللو
اوس مې لږلږ خوښیږي              
که غاپي نه لکۍ خو چنګه لري

-
بېرته شاته