(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2014 روانېږو روانېږو

ستا دې خان کاکا په کور کښې زر امبار وي 
اوزما بچي دې خاوري څټي خوار وي 
ستا بېنکونه خو دې ورځ په ورځ پړسیږي
زماوېنه دې درنګ، په درنګ  وچېږی
خواري زه کوم ،ځان زه وژنم، سود ستا شي
تاوان زه اوکړمه، ګته تاله راشي 
وازدي وېلې په پټو کې دې زما شي
ترینه جوړه ستا بنګلو کې ستا رڼاشي
ته زما په ګټه عیش کوي ژوندی یې 
زه دا ستا قرضو کښې غرق ورشم خپل کورته
ته زما حق دپردۍ ډمې انعام کښې
زه نمړي ورکوی نشم خپلی مور ته
ته که هېڅ نه کوې بېا دې هم آقا یې 
زه که تاجوړوم بېا دې هم ېو غل ېم 
ته زما خونه کې هم زما ملک یې 
زه خپل کور کې هم ستا سترګو کې درغل ېم
ته که تک ېتوری وائېې هم تک سپېن ېې
زه که سپېنې سپېنې واېم ګوناهګار شم
ته که ټول ناحق ناحق کوی آقا ئېې 
زه که حق چرې  وواېمه په دار شم
دا منمه چه ته زور لری زر دار ئې 
د سرونو سوداګر ئې لوی سر دار ئې
دامنمه چه نن ستا د  زور خاني ده 
دا منمه هر څه ستا دي، ما به خوار کښې 
دامنم فتوی لرې ،ما به کافر کښي
دامنمه وس لرې ،ما به په دار کښي
ولې ای ده اقتېدار په نشه مسته 
ولې ای ده تکبر په نېلې سوره 
دا منمه چه د تا نه به ځان وروک وي
خوما وپېژنه ما ته هم  وګوره 
دا ستا زر څه دی بچي مې ده محنت دي
ستا زور څه دی زما د  مټو برکت دی 
ستا نشه څه ده زما د وېنو رنګ دی
ستا غرور څه دی زما ده خولې رنګ دی
او دا ته څه ئې، زما دلاسو جوړ ئې 
د  زه وږې ېم ،ته ځکه دومره موړ ئې
ما د سره  ودنګل ،نو وطن جوړ شو
ما خواري وکړه ،نو هله چمن جوړ شو 
ما اغیار وروک کړو، نو هله ته دلدار شوې
ما سر سر کړلو، نو هله ته سردار شوې
ما مکان جوړ کړو، نو هله ته مکېن شوې
ما تخت جوړ کړو، نو ته هله تخت نشین شوې 
په دی پوئې شه ،چې دا زه ېم ځکه ته ئې 
چه زه نه ېمه ته څوک ئې چه به شته ئې
ته وی هر څه او دا هر څه دې زما شي 
که زما نه وې نو هر څه دې تباه شې 
بس داستا لاره جودا، زما جودا ده
فیصله ده، پټه نه ده بر ملا ده
ټول خوران په ېوه چغه پارومه 
شاعران او ادېبان را لړزوومه 
دبوډا بابا ارمان پوره کوومه
بس دی تول اولس افغان را خبره  ومه
د خپل حق او ده مرام په نوم ېوکېږو 
هر چی کېږی روانېږو روانېږو روانېږو

دپتو د ادب پلار اجمل خټک بابا پورتنی  ارزښتناک نظم دښاغلي ډاکتر عالم یوسفزي په غږ کې دلته واورۍ

 

https://www.youtube.com/watch?v=4Oa_Smw4oAo

-
بېرته شاته