(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مور د مړينی په ياد، څلوريزه

ته رانه ﻻړی زه د پريښودم حيران موری لرم خفګان موری لرم خفګان موری تا ته خدمت می په زړه پاته شو ارمان موری لرم خفګان موری لرم خفګان موری ستا شفقت يادوم ستا محبت يادوم لاس ټکوم چی رانه تير دی دا دورا ن موری اوس چی بی تا يم موری لکه ګدا يم موری له غمه ګيچ يم چا ته چيری کړم ګريوان موری ستا ياد ګارونه لرم ستا ټول غمونه لرم ځکه می نم له سترګو توی شی شی بارن موری ما باندی او ر بل دې دزړه په کور بل دی له غمه چيرته چاته چيري کړم ګريوان موري الله د وکړې رحمت شه د د ا قبر جنت حفيظ مليا ر د ځکه سپا رم په سبحان موری لرم خفګان موری لرم خفګان موری ________________ څلوريزه موری قبر د خدای تا ته څراغان کړی موری قبر د خدای ستا جنت نشان کړی زه حفيظ مليار به عذر کوم خدای ته چه جنت فردوس کی ستا ښکلی مکان کړی

په ډيره ډيره قدردانی عبدالحفيظ مليار داتريش ښار ويانا Abdul Hafeez Malyaar Ostereich -
بېرته شاته