(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.04.2014څلوریزې

24.04.2014 ارګ وطن
د وچ سترګو لوی پټن ځای سو ارګ
دسیاسي غل غدو غلي ځای سو ارګ  
په افغانستان کې یو کوچنی وطن سو
زموږ داختر او نوروزتم ځای  سو  ارګ
***
بې وزله  
اې غافله خواریې دالم سور دلاسه
دهغو په اشاره کوې ناسته پاسته
په کور دننه  اوبهرستا مشران دي
ورته کتلای نسې د سترګو د پاسه
***
چاره
دمور اوزوی تر منځ وه لانجه
ول بیا دي دګاونډ واخیسته پیسه
ول زویه اوس به ته هم  نه وای
که زه  وای ستا د پلار په تمه 
***
پام اړول 
یوې ښځې په واده کې ډیر بد ټوخل
یو میلمه یې میړه ته په خندا ویل
میرمن دي ناروغه ده بده ټوخیږي
ول په پلمه دخلکو پام امیل ته دي اړول
***
مرکه
یوځوان ،پیغلې ته ویله زماسره وکړه مرکه
غرمه سوه چې مې پیداسي میرمنه ورکه
هر وخت چې زه دکومې ښکلې سره ودریږم
هغه ناببره پیدا سي پيل کړي راباندې پټکه

Tanzoona By: Pohanmal Mahmood Nazari

-
بېرته شاته