(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2014غزل

دلته کې قدر د بهار نه کیږي
په دې وطن کې مې روزګار نه کیږي
زه په خزان کې سره ګلونه غواړم
ستا پسرلو ته را نه وار نه کیږي
ماله بې توله مینه راکړه اشنا
زما په لږه مینه کار نه کیږي
په مخ مې اوښکو لارې جوړې کړې
خو د قاتل په زړه کې لار نه کیږي
خدایه په خوب کې مې حضور کړی ورته
ګني زما نه خو اظهار نه کیږي
وخوره قسم د خپلې زنې په خال

ستا په ما ولې اعتبار نه کیږي

لیوني تل په محبت سمیږي

قاضي ته وایه چې په دار نه کیږي

ربه زما هر یو ارمان پوره کړی

دومره بلا دي چې په شمار نه کیږي

ورو ورو به ځوو که هر څو لار ګرانه ده

بعضې کارونه په تلوار نه کیږي

اوس ناصحانو اخر ومنل چې

د اباسین په زړه کې لار نه کیږي

Prof. Abasin Yousafzai      12.04.2014

-
بېرته شاته