(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.04.2014ګرمه ګټه سوړ تاوان

 
ګرمه ګټه سوړ تاوان 
په دې دؤ کې یم حیران 
لکه کرښه د ډیورنډ
شوخه مینه د جانان
نیمه برخه د وصال 
نیمه برخه د هجران 
دا منظر دې دا رېښیا
چې یو زویګ دې راروان
غرۀ په څنډه د لمر څړیکې 
کوز په خړ کلي باران
دلته اور دې دلته مینه
دلته نه لري څوک توان
ته ګلاب د ګلستان 
زۀ مالیار یم د بوستان
ستا دا شولې شولې زلفې
زما تڼې تڼې ګریوان
ستا نرې نرې خندا 
لکه پړقه د اسمان
ستا یوه د ناز خبره 
زما د ټول عمر دستان
ستا پستۍ شکرې شونډې
ستا ودۀ ودۀ چشمان
زۀ د ستا د خیال کاروان
تۀ زما د غم ساروان
تۀ په زړونو کې اباد ې
زۀ پۀ دشته بیابان
تۀ یې مسته په ځوانې 
زۀ په ژوند ستړې تابان 
زما د ماتو ګوډو هیلو 
تۀ طبیب يې تۀ درمان 
سرو لمبو ته زۀ بهیر
باور نه لرم په ځان

 Akbar Baheer Mangal

 

-
بېرته شاته