31.03.2014زماموري
زمـا مورې زمـا دې ږونـــد سـریـزه یـې دنـیاکې
دتـــامـورنـۍ مـینــه زه لــیـدی نـشـم بــل چـا کې
لــه سرووینونــه سپینې شودې تـابـه ماتـه راکړې
پـلـولانــدې سیـنې نـه دې تــودې به مـاتـه راکړي
ستــا یــنـه پــه ازل کې لیکل شـوې ځـان زمـاکې
زمـا مـورې زمــا دې ږونــد سـریـزه یـې دنیاکې
په غږبه مې په توره شپه له خوب نه شوې بېداره
زمـاپـــه نــاارامـۍ بـــه تــه تــرمــاوې نـــاکـراره
دخوب خوږې ګانتې به دې قربان وې زمـاږړاکې
زمـا مـورې زمـا دې ږونــد سـریـزه یـې دنــیاکې
خوږې خوږې خـبرې بـه دې خـولـه کـې راکـولې
دمـیـنـې وکلــچــربــــه دې کــېـسې راتــــه کــولي
کـه ټـولـه نـړۍ یوخواشي دې تا مینه بــل خـواکې
زمـا مـورې زمـا دې ږونــد ســریـزه یې دنـیـاکې
تا خپل ږونـد ټول زما دږونـد پـه لاره کې ورکړی
خوزه یم بې انصاف ستاحق مې ندی په ځای کړی
پېښمان (علي خان) ستابه تېره وي ږوندپه ږړاکې
زمــامـورې زمــا دې ږونــد سـریـزه یـې دنـیاکې
31.03.2014