(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.03.2014غزل

د ارواښاد حاجي صاحب امان الله  یوسفزي په وير

ګوره ستا ديدن ته ټول ياران راغلي دي
بيا دا ستا مسکن ته ټول خپلوان راغلي دي
تا زموږ سره وداع کړه رانه لاړې
ستا ديدن ته په تلوار دوستان راغلي
چم ګاونډ ژړېږي ستا اخلاق پسې
ګاونډيان هم دي بچيان راغلي دي
صبر دې نصيب شو تر  اخيره ته صابر شوې
ستا مقر ته ګوره خاموشان راغلي دي
ستا د طريقت ورونه تل تاته دعاګوى دي
ستا مرقد ته ګوره فقيران راغلي دي
ورشه اى حميده دې مرقد باندۍ تسل وکړه
واى فداي چې ستا خاصان راغلي دي

29.03.2014

-
بېرته شاته