24.03.2014غزل
تصویردې ماجوړکړی په لېموکې
مخ پټ مه ګرزه یاره په کوڅوکې
تا مخ پټاوه ټيټه شوې ګودرته
ما لوڅ مخ ولیدلې په اوبو کې
ته مه وارخطا کېږه پټ به درشم
را وبه وزمه ورو ورو په سپېدو کې
ته ولې بد ګمان شوې سنګین دله
نه سکایپه کې څوک وینم نه خوبوکې
ما زړه لا له پخوا قصاب ته ورکړ
پېیلی یې د وریځوپه چړو کې
په خوله مې لاس نیولی پښېمان نه یم
خوږه مینه دې پالم په یادوکې
هغسې لېونی یم چې لیدم دې
هغسې درپسې ژاړم سلګو کې
بسمله خدای ته وګوره نوربس کړه
وعده مې ده درځم په ترګمو کې
تصویردې ماجوړکړی په لېموکې
مخ پټ مه ګرزه یاره په کوڅوکې