(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.03.2014شعرونه تازه شول

مهاجر زړه

پریږده مه پوښته زما دا مهاجر زړه

له وطن  او  کلي  لری   مسافر زړه

 د زخمونو  په ویالو کې يي مه لامبه

ارام پریږده دا مظلوم او درپه در زړه

اوبه  شوی  لکه  واوره   باور  وکړه

هجران  وخوړه  زما  نه  لکه غر زړه

امیدونه   ارمانونه   اوبو   ویوړل

په  اخر  عمر  شو پاته بې ثمر زړه

د جنګونو طوفانونه  په مونږ راغلل

خو په مونږ باندې  ونسو د بشر زړه

زه یم دلته زړه مې هلته دا ځه وشول؟

رانه  وړی  زمونږ  کلي  کې ګدر زړه

زړه  مې غواړي  ورته هره لحظه ورشم

الوتلی  ورته   نشي  بی  وزر  زړه

ګران وطنه ته  لیلا یی  تل  یادیږې

ستا ښایست له مانه وړی په هنر زړه

د وصال په طمع ړوند  حفیظ ملیار شوم

بې  اختره راته پاته  شو ځیګر زړه

31.03.2014

د ډیورنډ خط           

د  ډیورنډ  خط  لکه مار  پروت دی
له زهرو ډک لکه ښامار پروت دی
په  لر او بر  باندې   یی  وویشلو
په  ټول بدن زمونږ انګار پروت  
روڼې   روڼې   ورته   کتلی  نشو
لکه په سترګوکې مو خار پروت دی
عجیبه نده د افغان په خاوره  
خپله غلام په مونږ بادار پروت دی
که څوک افغان وی  ناراحته به وی
ځکه اوږو باندی مو بار پروت دی
د  ښامارانو  ادیری د  ډیورنډ  خط  لکه مار  پروت دی
له زهرو ډک لکه ښامار پروت دی
په  لر او بر  باندې   یی  وویشلو
په  ټول بدن زمونږ انګار پروت  
روڼې   روڼې   ورته   کتلی  نشو
لکه په سترګوکې مو خار پروت دی
عجیبه نده د افغان په خاوره  
خپله غلام په مونږ بادار پروت دی
که څوک افغان وی  ناراحته به وی
ځکه اوږو باندی مو بار پروت دی
د  ښامارانو  ادیری    لرو مونږ
افغانستان کې ورته دار پروت دی
مونږ له امونه تر بولانه یو يوو
 په دې ارمان کې مو خمار پروت دی
حقیظ ملیاره  وارخطا   نشې زر
په انتظار کې ز مونږ وار پروت دی

 لرو مونږ

افغانستان کې ورته دار پروت دی
مونږ له امونه تر بولانه یو يوو
 په دې ارمان کې مو خمار پروت دی
حقیظ ملیاره  وارخطا   نشې زر
په انتظار کې ز مونږ وار پروت دی

-
بېرته شاته