(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.02.2014 شعرونه تازه شول

افغانه

شه مبارک دی ، نوئ کال افغانه

له خدای دی تل غواړم خوشال افغانه

تیرکال خوتیرشو،ځانته ونیسه اوس

دانوئ کال دی په نیک فال افغانه

چی ھمداکال،زمونږدسولی کال شي

خدای ته مُدام کوه ، داسوال افغانه

ھوښیاره اوسه ، بی تدبیره نه شی

مُدام دی لوړلره ، مورال افغانه

پردي به ووزي،داوطن به ستاشي

کامل به ستاشي ، استقلال افغانه

بیانوتوپک پریږده،قلم راواخله

ځان په قلم کړه،ښه سمبال افغانه

که پرمختګ غواړی،کتاب ووایه

له کتاب زده کړه استدلال افغانه

نوردپردیوخیراتونه ھیرکړه

پردئ خیرات لري،جنجال افغانه

ددښمن ھرسوغات حرام وګڼه

پخپل وطن کی خوره حلال افغانه

زمونږوطن ټول،له کانونوډک دی

خوغواړی ستانه ،لږکمال افغانه

ھرڅه پریمان پخپل وطن کی لرو

خوغواړي چل داستعمال، افغانه

دجنګ دلاسه سوړ،سپیره وطن ته

پخپل زحمت راوړه جمال افغانه

اوس دجګړی په ضدقیام شروع کړه

جوړشه جګړی ته سترزوال افغانه

پخپل ملي وحدت دی بیاژوندئ کړه

د پلارنیکه دوخت جلال افغانه

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۲/۰۱/۲۰۱۴

د غلولښکر

دلته په چل ھراشغالګرراغلی
په ډیرتزویر،په ډیرھنرراغلی
 
څوک د"ملګري"څوک د"ورور"په نامه
مونږته د خیرپه نوم،په شرراغلی
 
ھرچاد خپل مطلب یاري کړی ده
دلته "رفیق"،که "برادر"راغلی
 
ځان یی ھمدین اوھمنواښودلئ
چی له ھرځایه،ھرکوډګرراغلی
 
مونږته رقیب ھم په خنداخنداکی
په ظاھرخوږ،لکه دلبرراغلی
 
ځان یی زمونږد خلکویارښودلئ
چی ھرشریراوفتنه ګرراغلی
 
آخرزمونږپه سربادارجوړشوی
څوک چی له بل ځای مرورراغلی
 
تل یی د بل ګټوته پام کړی دی
د بل په زور چی ھررھبرراغلی
 
قیامه مونږته د دوستانوپه نوم
کورته مدام د غلولښکرراغلی
 
الحاج الھام الدین قیام

-
بېرته شاته