(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.02.2014مینه

د ډیورنډ خط           
د  ډیورنډ  خط  لکه مار  پروت دی
له زهرو ډک لکه ښامار پروت دی
په  لر او بر  باندې   یی  وویشلو
په  ټول بدن زمونږ انګار پروت  
روڼې   روڼې   ورته   کتلی  نشو
لکه په سترګوکې مو خار پروت دی
عجیبه نده د افغان په خاوره  
خپله غلام په مونږ بادار پروت دی
که څوک افغان وی  ناراحته به وی
ځکه اوږو باندی مو بار پروت دی
د  ښامارانو  ادیری    لرو مونږ
افغانستان کې ورته دار پروت دی
مونږ له امونه تر بولانه یو يوو
 په دې ارمان کې مو خمار پروت دی
حقیظ ملیاره  وارخطا   نشې زر
په انتظار کې ز مونږ وار پروت دی 

 

مینه وفاده / مینه ښلا ده 
مینه دنیا ده / مینه عقبا ده
•••
مینه ژوندون دی / مینه سمون دی
مینه لیلا ده / مینه مجنون دی
مینه ډیوه ده / مینه رڼاده 
مینه دنیا ده / مینه عقبا ده
•••
مینه رحمت دی / مینه دعاده 
مینه جنت دی / فانی دنیا ده
مینه خو ښی ده / مینه مسکا ده
مینه دنیا ده / مینه عقبا ده
•••
مینه الفت دی / مینه عزت دی
مینه حیا ده / مینه عبرت دی
مینه وحدت دی / مینه بقا ده
مینه دنیا ده / مینه عقبا ده 
•••
په مینه ښایو / په مینه پایو 
حفیظ ملیاره /مینه به ستا یو
مینه ګلبڼ دی / مینه بوراده
مینه دنیا ده / مینه عقبا ده

-
بېرته شاته