(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعرونه تازه شول 24.02.2014

غني غواړو  

له الله نه غني غواړو چې هیواد زمونږ غني شي

راځۍ ټول لاسونه ورکړو چې ریس اشرف غني شي

مونږ د سولې په ارمان یو نوره ورکه تبايي شي

راځۍ ټول لاسونه ورکړو چې ریس اشرف غنې شي

دی د علم قهرمان دی یو عالم دی قدردان دی

یو معلم دی یو استا‌ذ دی راخوره به رڼايي شي

راځۍ ټول لاسون ورکړو چې ریس اشرف غني شي

د بلبلو اواز خور شي د وطن په سردرو کې

د سپرلي وږمې خورې شي برابره مو سیالې شي

راځۍ ټول لاسونه ورکړو چې ریس اشرف غني شي

په وینو رنګ کونړ

ګلاان مو شهیدان دي  سربازان مو شهیدان دي
کنړ  په وینو رنګ دی افغانان مو شهیدان دي
وطن  په مینه مست ول  دوی لیلا لیلا ویلې  
هریو لکه مجنون وه عاشقان مو شهیدان دي   
له   کوره  ول  وتلي   د وطن  د  ننګ  لپاره  
په شمع باندی سوي پتنګان مو شهیدان دي   
تنکي تنکي زلمیان ول امیدونه يي په زړه ول
د ظلم ډک جهانه دا ځوانان مو شهیدان دی   
ای موری نور مه ژاړه ستا بچي به وی ښاغلي
د زړه درد دې زما دی شازلمیان مو شهیدان دي
پنجابه پاکستانه اور به ستا په کور هم بل شي
ازار به درپسې شي بلبلان مو شهیدان دي   
عجیبه زمانه ده عواطف دی ویده شوي   
افسوز حفیظ ملیاره مظلومان مو شهیدان دي

-
بېرته شاته