(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.02.2014ډیر راباندې ګران یې

ډیر راباندې ګران یې خو اوس ستالیدل ګران شوي دي
یاره مهربانه چې دا څه درباندې شوي دي
ته دژمي لمرشوې په آسانه ښکاره کیږې نه
سترګو ته نظر شوې خو په سترګو لیدل کیږې نه
ستړې شولې خولې په تپوسونو پیدا کیږې نه
سحر که جادو دی که ټوټکې درباندې شوي دي
ته دښاره ووتې دنرخه چې ونه وځې
داګوره سراب دی فکرو کړه چې تیر نه وځې
شپه ده تروږمۍ ده تیندکونه چې تیر نه وځې
ته دآسمان ستوری شوې آسمان ته رسیدل ګران دي
ته دهما سیوری شوې ستا لاندې دریدل ګرا ن دي
ته یوداسې خوب شوې چې تعبیر یې اوس کیده ګران دي
ته دحسودانو دحسده پروا مه کوه
سترګه دسبا شه نور دزړه حال دچا مه کوه
هم دنظر بازو له نظره پروا مه کوه
زه ستا د سترګودخوږې مینې پوروړی یم
ستا دمحبت دلوی دریاب یو نیزوړی یم
زه په تصور کې دې خبرې ته سوچ وړی یم
لږ خو ما خبر کړه چې دا څه راباندې شوي دی

لومړنی بیت ارواښاد غمخور صیب د افغانستان صدراعظم شهید موسی شفیق صیب ته لیکلی ؤ ، داچې شهید موسی شفیق هم شاعر او لیکوال ؤ ، نو نور بیتونه وربسې هغه ولیکل او د میرمن قمرګلې له خوا  په شکلې کمپوز کې له کابل راډیو څخه خپره شول

د عبدالله غمخور صیب او شهید موسی شفیق روحونه دې ښاد وي

Late Musa Shafiq
15.02.2014
-
بېرته شاته