(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوترې ، سپين جبين

ناصحه لرې چې خولګۍ ترې واخلم

ماشوم زړګی مې ځي شکرو پسې

پریږدی چې کښيني د بامونو پر سر

چکچکې مه وهی کوترو پسې

***

خال دې د سپين جبين پټی ګرو کړی

غم د ليلا رانه زړګی ګرو کړی

نه په خندا نه په موسکا پوهيږې

تل دې زما د ژوند سپرلی ګرو کړی

دا شېخ!مې حق پکې ذره نه بولی

وايي جنت مې ځای پر ځی ګرو کړی

د کور او کلی درته څه ووایم

پوله په پوله مو مرګی ګرو کړی

بیا چې ځلمی په شونډو سپک يادوی

چا دې د سرو شونډو وښی ګرو کړی 

 

زلمی حبیبزی -
بېرته شاته