(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

1ځه چې ولمانځو داورځ د والینتین4.02.2014

۱۴ـ۰۲ـ۲۰۱۴
 
زړه بایللي به نن بیا دیو او بل په انتظاروي
چا به ځان وي رسولی یار ته څوک به لا په لار وي
یو به هجر وي مروړلی بل به ښه صفا سینګاروي
څوک به تلی ترصنم نه شي خو د چا به بخت بیداروي
څومره سخت دی چې هم لرې هم د چا دلبر بېماروي
خدایه جوړ یې کړې ناروغ دی اوس به څومره ناقراروي
خدایه جوړ یې کړې ناروغ دی اوس به څومره ناقراروي
 
دغه ورځ دمیینانو ده دا هرکال نمانځل کيږي
څوک دلبر ته رسوي ځان څوک په هجرکې سوځيږي
چا وي شمعې ورته بلې له چا مړې اوښکې بهیږي
یو په سره پالنګ کې رغړي بل په سره اور کې کړیږي
ګرېوان څیرې سترګې سرې له غمه چوي هلاکیږي
یو په راز اونیازمصروف بل په سکروټو کې حیصاروي
زړه بایللي به نن بیا دیواو بل په انتظاروي
 
پرون شپه یې تلیفون کې وېل راتلی نه شې سبا ته؟
نن مې ډېر ترسترګو کېږې ناامید ګورم هرخوا ته
اخ له مینې دې پولۍ شوم حال وېیلی نه شم چاته
ټول جهان راباندې تنګ دی اور ورګډ کړې دې دنیا ته
څه ګنا ده چې تا زړه راکړ او ما زړه درکړ تاته؟
څو چې ته راځې په ما به دسپېرو خاوروامباروي
زړه بایللي به نن بیا دیواوبل په انتظاروي
 
داسې مه وایه زړګیه خالق لوی اومهربان دی
دا چې دومره سره لرې یو دژوند یو امتحان دی
شکر زړونه مو نږدې دي یو په بل مو ټینګ ایمان دی
ډاډه اوسه زه دتا یم لوظ مې کړی په قران دی
دا ترخې ورځې به تېرې شي ترخې دي تریخ هجران دی
نه به تل دا شوګیرې وي نه به تل ترمینځ اغیاروي
زړه بایللي به نن بیا دیواو بل په انتظاروي
 
څه به ښه وای چې په دې ورځ وای تر ګرانه رسېدلی
سورګلاب مې وای دګلبدن په زلفو کې ټمبلی
سر یې ایښی زما په مټ وای او ما ټینګ ټینګ ښکولولی
یو په بل کې ورک خلوت مو وای همداسې غځېدلی
ما چې هرڅه ورته وېلی ګلاب رنګ جانان منلی
باک مې نشته بیا که هله مې نصیب کې هم سنګساروي
زړه بایللي به نن بیا دیواو بل په انتظاروي
 
میینان د رب دوستان دي خدای ورکړي دي پاک زړونه
نه د چا په کار غرض لري نه وايي تهمتونه
مینه څومره لوی نعمت دی پکې خوند اوثوابونه
خو ارمان چې بیلتون نه وای نه دسویو زړو اهونه
څه به کم د خدای په در کې وای که تل وای دیدنونه
دوصال په تمه شپې  سبا کوي ناست ترسهار وي
زړه بایللي به نن بیا دیواو بل په انتظاروي
 
دا مین هم یو عجیب غوندې منطق لري غږیږي
وايي زړه یې رانه وړی نوبې زړه څنګه پایږي
کار وران کړی وي دوو سترګو تورپه زړه مظلوم لږیږي
خوچې وصل میینان شي لمس په لاس اوشونډوکیږي
زړه مسکین خووي دننې په سینه کې تل رپيږي
خوچې کله بیلتون راشي خوارکی زړه سزاوار وي
زړه بایللي به نن بیا دیواو بل په انتظاروي
 
ربه کاشکې میینان وای خپل ارمان ته رسېدلي
نه غماز وای نه رقیب وای بس دا ښکلي وای دا ښکلي
چا دمینې جام وای پورته څوک په صف کې درېدلي
په حلاله نکاح یو ځای وای دا واړه زړه بایللي
بیابه خامخا ګلانو په شان ټول ووغوړېدلي
خوافسوس چې اوس دډېرو له ژوندونه زړه بېزار وي
زړه بایللي به نن بیا دیواو بل په انتظاروي
 
خیر دی خیر دی ځه چې ولمانځو دا ورځ د والینتین
زه به کړم درته دعاوې ته کوه امین امین
راشه سکایپې ته چې ووینم ستا ګل مخ نازنین
سلامي وکړم سلطان خال ته دې مچ دې کړم جبین
بل څوک نه غواړم بې تا زما له هرچا زړګی شین
تر ابد به دبسمل په زړه کې ستا دعشق یادګار وي
 
زړه بایللي به نن بیا دیواو بل په انتظاروي
چا به ځان وي رسولی یار ته څوک به لا په لار وي
یو به هجر وي مروړلی بل به ښه صفا سینګاروي
څوک به تلی ترصنم نه شي خو د چا به بخت بیداروي
څومره سخت دی چې هم لرې هم د چا دلبر بېماروي
خدایه جوړ یې کړې ناروغ دی اوس به څومره ناقراروي
خدایه جوړ یې کړې ناروغ دی اوس به څومره ناقراروي
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20436

-
بېرته شاته