(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.02.2014غیرت د غفار خان غواړمه

 جنت نیشان وطنه

وطن وطن وطنه جنت نیشان وطنه

په مونږ ګران یی افغانستان وطنه

ستا په سینه مو خاپوړی کړی دینه

ته زمونږ روح یی او ځان وطنه

د غیرت بیرغ د رپیږي د اسمان په لور

تانه شو سو سو واری قربان وطنه

د میړانی نښې نیښانی د هر چاته معلومی دي

ته یی په مونږ باندی ډیر ګران وطنه

تا هر وخت روزلي باتور زمریان دي

لکه ننګیالي شهید صمدخان او غفار خان وطنه

له هر درو د شو قربان له جیږو غرو د شو قربان

سومره ښایسته ښکاریږی پښتونستان وطنه

د سر په بیه د ساتو له هر غدار غلیم نه د ګټو

ته مو هر څه یی ته مو یی ایمان وطنه

ستا ساتنه په مونږ فرض او سونت ده

ذبیح لله وایي دا د واوري ټول جهان وطنه

 

 غیرت د غفار خان غواړمه

نه شیرپور نه اسري موډیرنه موټران غواړمه

نه وزارت نه چوکۍ د پارلمان غواړمه

چی یی له ارمانو نه ډک زړګی ویوړ

داسی غیرت شهامت لکه د غفار خان غواړمه

نور تیت او پرک خوار او ځار پښتانه لیدلی نه شم

ورته لکه میرویس خان غوندی مشران غواړمه

 ځان ته څه غواړم حرام شه که به هیڅ غواړم

د قام لپاره بیرته یو خپلواک افغانستان غواړمه

چی له ویری غربي کافران بد بد خوبونه ویني

له پښتنو مورګانو داسی ماشومان غواړمه

چی د پښتون زوړ تاریخ بیرته راژوندی کړي

داسی ځوانان لکه اکبرخان او ببرک خان خان غواړمه

 


 

-
بېرته شاته