(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه 27.01.2014

دټاکنو خرلیک
کاشکي ټاکنې یوسي بیا خوجینان
ټوله موشه خره راتناوکړي بیا بزرګان
د وطن په عمل خره سي بیا واکمنان
دهر یوه خره سي  سل بیا مشاوریان
دا وطن به   دانډوخرسي بیا میدان
دوجدان ځای به ونیسي بیا جودان 
دخر مهرو بازار به سي اود خرمستي
هر ې خوابه وي خرچیلکې اوخرکسي
بزرګان به لکه پردي خره په شا زورور وي
په هر ښه اوبدو به د هغوختلی  عر عر وي
په یوبل به  یې وس نه رسي وهي به پالان
په دوړو به یې سینه خرابه کړي د پوه انسان
په مصلحتي خرو به وزلوبه بیا کیږي
خوسکی به تر حلاله دایرې بیا نه رسیږي
***
وايي په پردي ملک کې ګوز اچوه تښته
ددوی نس ډک دی ولسه ځان بچوه تښته
وایي اولني د خرو سیاست  ګوز دی یا لغته
ولسه پامکوه دګوزو ور وسته یې ده لغته 
د خرو هم دغه کار دی هلته دلته  وړل بار
بیله ایش او کورکور نه پوهیږي په بل کار
هغسې چې وایي خر په خند ا نه پو هيږي
یوازې په نس  او خرېمه یې  هنګاخیږي
***
امریکا به خپل خره کړي بیا  را هري هري
د ولس شونډان به کړي بیا پاتري پاتري
آس ششنی خر رايي  غاتره خدای خبر څه وايي
دا ټول راغونډ سوي اوس ټاکنې پر مخ  بیایي
یو یې په  غرتو بل یې  په چلوپلوګټي
یویې په لاپو ، بل یې په خیال پلو ګټي
په دې یوه مه کوه وروره چندان اعتبار
څوک خپله دچا مرستیالان دی غدار
خرکسي (  کم عقلي )، (هری هری ) دخرو دکیش ولوږغ؛(پاتری پاتری) دشونډو پوټکی، (کورکور) دخره درابللو ږغ

سوډر ته رایه ورکړئ (!)

آه! خلکو وګورئ ګبر مسلمان سو

د پردو  پوست پاپي ږیږ انسان سو

 لا یې دامریکا ټاپه په کوناټي ده

دځنکدن په وخت هندو مسلمان سو

***

سوډر ته رایه ورکړئ  (!)

رایې وکړئ چې بیا مو سي غل غدو  لیډر

واکمن  موبیا سي دټولو  تیارخورولیډر

دې بیمار دولت ته غوره نه کړئ ښه ډاکټر

پر ځای یې ورته  راولئ  ښه باټو کمپوډر

راولئ هغه چې ښایسته له کاره باسي

 مقرروي بیا د یو قام ټول بوس بادو لډر

رایې وکړئ چې بیا ټول ځانلیدونکي را سي

 یوازې د پیسو عاشقان وي اود کړو ډر

***

 پام چې بیا  یوازې سوډر ته ور کړئ رایه

خوا ته ورنسئ د ډاکټرانجینر او پوه لیډر

دچرسو اونصوارو کاروباري ښه دي

 آخر  نړیوال تجاران کیږي دتریاکو پوډر

اختلاسګر او قاتلان ترهغو ډیر ښه دي

هغه چې ځغلوی  بهرسیم او دخادو ګاډر

  هغه وزیر  چې  خپله بودجه نه ده لګولې

په سپينو یې ځان کاندید کړ  بیاسادو ډر

هغه دغلا اوچور مقاومتي ته ورکړئ رایه

کمپاین کوه هغه ته چې دی دنفاقو  لیډر

 هغو ته دآبادي د  لوبې ښه ګینډ  وایه

چی تل یې  پنچر وي دننه پړسو بلیډر

***

نورسوډران درایوورکولو لپاره در پيژنم

مرستیالان یا خپله  دانښې لرې بدو لیډر

دهغو کوڅه وي په سر اوآخر کې بنده

 دکور مخکې  ته یې وی د خنډوباډر

ټول  سپاهیان  د هغو په  ساتلو بوخت وي

لا وایي کله  زه یم سم دخلکو د عدو اوډر

دمرمیو ضد موټرو کې ګرځي راګرځي

لس یې نور تر شا روا ن وي د غرتو لبډر

  عمومي سړکونه ورته  هر ګړی بندیږي

پرته له تاونه ګټه نه لري هغه ادوبدو لونډر

 ګوره ! که  دي ورنه کړه دې سوډرانو ته رایه

مړه به سي یویو دا بی ګله په سپي مرګو  ډنډر

***

هغه وخت به  خلک  آباد سي چې تر منځه یې

ورک سي دا د مقاومت سپی اود مصلحتو باډر

 (ډر) لوده، ایله؛(لبډر) بدشکله ؛(اوډر)پناه ، پټ؛(لونډر) اوارګرد؛(لډر) اواره؛ ( پړسو) پرسیدلی؛( سوډر)سرکښته، لټ غویی، بی   ادبه، کم عقل؛ (بوس بادو) باټک؛(بدو) شریر؛ (سادو) چالاک؛(ادوبدو) ټنډ، پرسیدلی.

دخلکو ښې خبرې

 

ډنګر ته وایي وچه کونه دی

ځوان ته وایي لغړ زنه دی

چاغ ته وایي ښه چاري دی

چالباز ته وایي مداري دی

رشوت خور ته وایي سپی دی

دوه مخه ته وایي چینجی دی

مسخره ته وایي خېله دی

سپین زیري ته وایي پوده دی

ساده ته وایي سارایي دی

اصرافي ته وایي غرابي دی

مغز خالي ته وایي شوده دی

بداصله ته وایي کچه دی

خپل سر ته وایي ډانګه یې دی

دبل پسې ته وایي پاپي دی

چالباز ته وایي ښوی دی

ساده ته وایي بیړاګی دی

بوډا ته وایي کړاسو دی

بې وعدې ته وایي برهو دی

ساده ته وایی باوله دی

بړواته وایي دله دی

مفعول ته وایي مرضي دی

بچه باز ته وایي داګي دی

ټګ ته وایي خرټه دی

ناروغ ته وایي پسکه دی

 

 

زوړ ته وایي بده ګرګه دی

بخیل ته وایي کوټه چرګه دی

خوړین ته وایي پوده دی

بد اصله ته وایي کچه دی

ساده ه ته وایي باوله دی

ناراست ته وایی لمټک دی

ناچل ته وایي کلپ دی

دووس ته وایي کوستیزن دی

لاپکوک ته وایي ګوزاون دی

قد ټیټ ته وایي خرډګی دی

پست ته وایي سپوټی دی

لویخرڅ ته وایي لړوچټو دی

جنګي ته وایي لړاوو دی

بدمعامله ته وایي پل غلت دی

بې نظمه ته وایي رټ دی

لټ ته وایي پپوس دی

دلال ته وایي دووس دی

خطرناک ته وایي موزي دی

ټیټ قد ته وایي موندري دی

بخیل ته وایي کچوت دی

نا منظم ته وایي لک اوبوک دی

داوه ګر ته وایي لانجمار دی

مغرور ته وایي اوچار دی

غوسه من ته وایي تر چته وتلی دی

غلام ته وایي دسپی پښو ته لویدلی دی

په زنه ږیره ته وایي چوکره دی

غټ ږغلرونکی ته وایی دوکړه دی

منافق ته وایي خپکي دی

دوپه ته وایي چپنکي دی

وروست ته وايي خوړین دی

کلک ته وایي ډبرین دی

لوچک ته وایی بدماش دی

دوه مخي ته وایي ماش دی

بدفعل ته وایي بدچاروکی دی

کوچني ته وایي دونه نوکی دی

مغرور ته وایي اوا ګیر دی

نیک سړی ته وایي بلاګیر دی

دړن ته وایي غولن دی

خارښتي ته وایي پمن دی

ساده ته وایي خر غول دی

ظالیم ته وایي ساټول دی

شهوتي ته وایي ډګه بوز دی

پوچ خولي ته وایي په ژبه کوږ دی

پوچ خولي ته وایي بوړبنګ دی

چالاک ته وایي ډبنګ دی

ټیت چاغ ته وایي خنډ منډ دی

قوی ته وایي غویمنډ دی

شرمنده ته وایي ټیت سترګی دی

چشمچران ته وایي بد سترګی دی

بدعمله ته کچر وایی

ساراګشت ته چکر وایی

27.01.2014

ترشورا د وکیلانوډیر اعتبار په سپو کیږي

په نصرانیانو کې لوی افتخار په سپو کیږي

په اسلام کې ډیر ګمان د مردار په سپو کیږي

له کسته مسلمان دلته خواراوزار په سپو کیږي

اوس اعتماد د سیاستمدار په سپو کیږي

ځکه تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***

تور سپي دټانک په بيه دلته خرڅېږي

سپیان چې وغاپي کاروان ورته دریږي

په افغانانو د سپو ناړي هلته دلته تویږي

اوس ټینګ اقتدار د غدار په سپو کیږي

ځکه تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***

دسپو په خوله خواړه نه مرداريږي اوس

خلک واکمن کیږي اوس دسپو په خوله
 خلک مړه اوژوندي کیږي اوس د سپو په خوله
 اوس ټوله ددنیا دارومدار په سپو کیږي

دلته تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***

هر سړی اوس له بل سړي ډیر ویریږي

په تلاشي کله اعتباردسړي ډیرکیږي

اوس توکل یوازې په سپي ډیر کیږي

اوس ان ددنیا کاروبار په سپو کیږي

تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***

دلته پاچا هان سپاهیان نه، سپي ساتي

ان د بزرګانو دین اوایمان سپي ساتي

مشران ، بزرګان ان اتلان سپي ساتي

اوس کاروبار د صوبه دار په سپو کیږي

ترشوراد وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***

یو مسلمان نه پیدا کیږي چې داکړه وغندي

دسپو پزه کشول په خوړو اوسړوڅپېړه وبولي

ولی ټوله پلاستکی علما داخبره وړه وړه بولي

اوس ډیر شان وشوکت د واکدار په سپو کیږي

ترشورا د وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***

نن په خپله کوڅه کې هر عزتمن سپی دی

هر مشر په ډوډۍ د پردی پمن سپی دی

خډل ، کوټه یاتازی نن ګټمن سپی دي

اوس ټوله ارګه بارګه ددربار په سپو کیږي

تر ملت داستازو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***

ښه افغان اوس دسپو احترام کوي .

په یو سپي زوی ، ټول کام آرام کوي

ټوله سپي اوس کارونه د کرام کوي

اوس قدر د ملی غدار په سپو کیږي

تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***
پتمن داړل کیږي اوس د سپو په خوله

دسپو په خوله درياب مرداريږي اوس

دربار کله کوي اوس دخپلو سړو په خوله

د مرستیال اعتبار یوازې په سپو کیږي

تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

***
افغانه ، اوس دسپي له غپه تښته!

هر چیری دسپيوان له ګپه تښته!

ان دپاپی او کوتری له ترپه تښته!

اوس پرده دبې پرده دار په سپو کیږي

تر وکیلانو ډیر اعتبار په سپو کیږي

 

-
بېرته شاته