(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیاله راکړ /د ښامار چم /ملي سرباز ته

ملي سرباز ته  08.02.2014

د حماسو د سنګر ځوان یم افغان یمه زه

ملی سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

دا خپل وطن مې دی ګټلی د سر په وینو

ملي بیرغ مې لوړ ساتلی دسر په وینو

دغیرتونو لوی طوفان یم افغان یمه زه

ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

دلته ده ځاله دزمریانو زمریان اوسیږي

د ننګیالیو شازلمیانو  زمریان اوسیږي

ګوری اتل د هرمیدان یم افغان یمه زه

ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

که هزاره پښتون ازبک دی دټولو کور دی

او که بلوچ ترکمن تاجک  دی دټولوکور دی

زه یووجودیمه یو ځان یم افغان یمه زه

ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

د دې وطن اصیل بچیان دي حفیظ ملیاره

د لوړو لوړوغرو بازان دي حفیظ ملیاره

سر مې شه ځار ترینه قربان یم افغان یمه زه

ملي سرباز یم قهرمان یم افغان یمه زه

24.01.2014        ملنګي 

بې له شعره خوشالي راسره نشته 
یو ملنګ یم پادشاهي راسره نشته 
د زړګي بړاس مې را باسم په قلم ګې
کنې نوره زندګي راسره نشته 
کله کله خو هندو ته ما ما وایم 
کنې دومره سا دګي راسره نشته 
دتقدیر که دزمان میچن اوړه کړم 
په ضمیر کې بندګي راسره نشته 
زه حفیظ ملیار د مینی یو ملنګ یم 
 
کنی بله ملنګي را سره نشته


 

د ښامار چم        

نه ومه خبر چې دښامار په چم کې پریوتم

زلفې یی خوری کړلی د دار په چم کې پریوتم

د سترګو په پیالو کې یی شراب د میکدو وړلې

آخ، په یو نظر یی دخمار په چم کې پریوتم

 دشونډو ګلغوټۍ یي غوړیدلې وه مسکۍ به وه

یو ښکلی سپرلی وه دګلزار په چم کې پریوتم

ناست د ارمانو دامیدو په شوګیرو کې یم

سترګی مې ړندی شوی انتظار په چم کې پریوتم

ما لکه پتنګ غوندی په مینه کې سر وبایله

خاورې او ایرې شوم دانګار په چم کې پریوتم

وخت خو دحفیظ ملیار د زړه زخم ټکور نکړ

عمر غم کې تیرشو د روزګار په چم کې پریوتم

پیاله راکړ  

ساقي ډکه پیاله راکړه   

خمار یمه نشه راکړه    

غمو له کور شړلی یم    

ملنګ یم یوه شپه راکړه  

دنیا چې پکښې غم نه وي

در ځار شمه هغه راکړه   

زړ ښت که رانه هیر کړی ته 

ځواني مې دوباره راکړه   

زړګی به مې ټکور کړمه   

د مستۍ یوه شیبه راکړه  

غزل ته د حفیظ ملیار    

سوژه راکړه سوژه راکړه  

خمار  یمه  نشه راکړه  

-
بېرته شاته