(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاریخي سوبې او ستر ویاړونه

15.01.2014

پـرښــه به شــي مــاته، خــو زه کلــه مـاتیږم
تورزن زوی د دې هیواد یم، د افغان په نوم یادیږم
پښــت په پښــت مــې وپـوښته، چې څوک یمه
څوک مې بولي روهیله، هم د پټان  په نـوم یادیږم
ارین یــم اریانا مــې خپـــل ټاټـــوبـــــی دی
عقاب د هندوکش یم، خراسان  په نوم یــادیــږم
ډغرې مې وهلي، سنـګـــــرونه مې ګټلــي دي
رستـــم د زمـــانې ، زابلستان  په نــــوم یادیږم
سکنــــدر مـې ټپي کړی، داریوش می دی وژلی
خپلـــه خـاوره مې ساتلي، قهرمان  په نوم یادیږم
قیـــس نیکه مې، لا عرب مسلمان کـــــړی دي
د تازیانو په تاریخ کـې، سلیمــــان  په نوم یادیږم
په لوړو غرو کـې اوســـم، لـــــوړ همت لــــرم
دښمن ته یمه، تنـدرد اســمـان  په نوم یادیــږم
په اصفـــهان مــــې، د بـــري تــوغ رپولی دی
د هــوتکــو ســر لښـکر یم، امیر خان  په نوم یادیږم
دا ټــوټــې ټــوټــې وطـــن مــې دی جـوړ کـړی
د افغـــان ملــت بانـي یم، احمد خان  په نوم یادیږم
تـــوره مـــې ښـــکاره او په میـــړانه چــلــولــي
د میکناټن سر مې مات کړی، اکبر خان  په نوم یادیږم
عـــزیـــزولـــي او ورورولــــی کـې یـم بی ساری
له تشد ده لرم کـــرکـه، پاچا خـــان  په نوم یادیږم
انګــــریـــزان مـــې لــــه وطنـــه دي شــړلي
خپلواکي مې ده ګټلي، غــازی امــان  په نوم یادیږم
مــــلــي بیــرغ مې پـــورته تــر اسمـــان کـــړ
احـــد یـم ستـــور مــزلی، د کیهان  په نـوم یادیږم
د وطـــــن پــه ننګ پــه دار یــــم ځـــړیدلـــی
نجیـب یـــم، زنـــده یـاد جـــاویدان  په نوم یادیږم
اکبـــري پـه ډاګـــه وایــه، څـــو بې نـنـګـــو ته
دی ورستو خس او خاشاک ته، د توپان  په نوم یادیږم
شاعر : بسم الله اکبري
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود بسم الله اکبري هالنډ 23-12-2013

 

-
بېرته شاته