(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ابوالخير ځلاند

عبدالجبار كاكړ

13.01.2014; د پښتو نامتو ليكوال شاعر اديب محقق او دداډيو پاكستان سره دستيئر پروډيوسر په حيث نز دي دري لسيځي پاته شوي او د كوټي دټيلي ويژن وخبرونو دڅانګي سپروائيزر ابوالخيرځلاند دچارشبني په ورځ په حق ورسيدي هم په دهغه ورځ په خپله پلارني هيدره سره غوړګي كښې دخپلوانو دوستانو او خوا خوږو په مخ كښې وخاورو ته وسپارل شو خدائي پاك ودوي ته په خپل رحمت كښې ځائي وركړي امين ابوالخير ځلاند د كاكړانو د بازئي پښي اړه لرله چي نز دي ۷۵كاله دمخه ميرجان بازئي كاكړ په كور كښې په سره غوړګي نومي كلي كښې سترګي وغړولي خو د زده كړو وروسته دوي خپله پاملرنه د ادب شاعري او دمرينعائي ميډيا سره وتړله خو دوي په مشاعرو كښې د برخي اخستلو دڅنګه په پښتو ژبه نزدي ووه كتابونه چاپ كړو او اوس يې هم ډېركتابونه ناچاپاپراته دي.

ابوالخير ځلاند دښه كاركرګي په بدل كښې د صدارتي ايوارډ ايالتي ايوارډ چاپا كريم بخش ايوارډ(سوات) او نور ډېرو ياړونه ترلاسه كړي وو نو موړي ډېر دين دوسته دښه اخلاقو خاوند په پښتو مين او خدائي خدمتګارووكه څه هم ديوه سياسي ګوندسره اړه نه لرله خو د هر ګوند په غونډه كښې به برخه لرله او خپل شعربه وړاندي كاوي دوي دخلګو پوه او پوهني داوچته كولو په خاطر د ليك لوست او درسنېو دلاري تر هر چارسوله رښتيا خبره دا ده چي دابوالخير ځلانددرناوي په هر ځائي كښې كيدي او دوي ته ديوه استاد په سترګه ګتل كيدل لوئي څښتن دي او ابولخير ځلاند ته په خپل رحمت كښې ځائي وركړي دهغه لاره هر چاته ګوري خو نيكمرغه دي هغه چي په نن وخت كښې په ښه نامه ياد شي او څه شاته پريږدي.

كلام

د وطن مينه مي ده د ايمان نخښه

سر دي ولاړ شي خو ايمان له استحكام را

چي د ملك په خير خوشحال په شر غمجن وي

داسي زړه دغسي سر او داسي پام را

د جعفر او د صادق نوم دي او واخلي

د سرباز ټپيو سلطان رنګه اسلام را

زه ځلاند ابو الخير ژوند ابدي غواړم

يعتي مرګ د شهادت پر پت رقام را

د پښتانه كار ټيټيدل او غلامي خو نه دي

كه چيري ټيټ شو ويې ګورئ چي حرامي خو نه دي

دا داسي سر دي چي بي خدايه چاته نه ټيټيږي

دا تاريخ ساز دي د دي كار وام سلامي خو نه دي

د عزت ژوند د عزت مرګ دغه دوه كاره د ده

له دي څه ايسته بېخي نشته بلا لاره د ده

-
بېرته شاته